
ذبحه،قرباني،عقيقه
که د اختر په ورځو کې شک وي په دویمه ورځ قرباني کول پکار ده !
د فتوې شمېره (۲۵۳)
پوښتنه :
که کوم ځای کې د خلکو په مېنځ کې شک پیدا شي ، ځینې خلک وایي نن د اختر دویمه ورځ ده او ځېنې نور بیا وایي چې نن یې دریمه ده ، نو په دریمه ورځ قرباني کول جواز لري او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که د اختر په ورځو (ایام نحر) کې شک پیدا شي ، نو قرباني دریمې ورځې ته ساتل نه ده په کار ، بلکې په دویمه ورځ یې قرباني په کار ده .
او که په دریمه ورځ یې قرباني وکړه ، نو د قربانۍ ټوله غوښه په غریبانو باندې تقسیمول مستحب ده ، پخپله یې خوراک نه ده پکار .
الدلیل علی ذلک :
واذا شک في یوم الاضحی ، فالمستحب أن لا یؤخر الی یوم الثالث ، فان اخر یستحب ان لا یأکل منه و یتصدق بالکل .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۲۹۵ ، کتاب الاضحیة ، الباب الثالث .
