قران او سنت
آیاپه موبایل یا کمپیوټرکې دقران تلاوت اوریدو سره سجده تلاوت واجبیږي ؟
(فتواشمیره:52)
پوښتنه:
كه په موبایل کې څوک د قران کریم دسجدې ایت واوري آیا په هغه کس باندې سجده تلاوت شته او که نه؟ مننه .
(پوښتنه کونکی: رشید خان – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
دتلاوت سجده هغه وخت واجبیږي چې کله د تلاوت کونکي د خولې نه ایت دسجدې واوریدل شي او یا یې څوک پخپله تلاوت کړي او یا د رادیو او تلویزون څخه په ژوندې بڼه دغه ایت واوریدل شي ، او که په ژوندۍ بڼه تلاوت نه وي بلکه ریکاډ(ثبت) شوی وي او دسجدې والا ایت څوک واوري ، سجده ورباندې نه واجبیږي. او دسلام دجواب هم دغه حکم دی.
نو معلومه شوه چې په موبایل کې دثبت شوي قران تلاوت اوریدو سره سجده تلاوت نه واجبیږي ، البته که څوک ورسره په موبایل خبرې کوي او دسجدې ایت ور واوروي نو بیا سجده تلاوت شته.
وفي الشامیة تحت قوله (ولاتجب بسماعهامن الصدی):
(قَوْلُهُ مِنْ الصَّدَى) هُوَ مَا يُجِيبُك مِثْلُ صَوْتِك فِي الْجِبَالِ وَالصَّحَارِيِ وَنَحْوِهِمَا كَمَا فِي الصِّحَاحِ. (ردالمحتار ټوک 2 مخ 583 باب سجود التلاوة)