متفرق مسا‌‌ئل

د سړو لپاره د سپینو زرو ګوتمه څومره اندازه کارول جواز لري ؟

د فتوې شمېره (۲۳۵)

پوښتنه :

د سړو لپاره د سپینو زرو ګوتمه په ګوته کول جایز ده او کنه ؟ او که جایز وي باید څومره اندازه وي ؟ مننه


الجواب وبالله التوفیق :

د قاضي یا پاچا لپاره د سپینو زرو ګوتمه یو مثقال وزن چې درې نیمې ماشې ( ۴ ګرامه او ۳۷۴ ملي ګرامه ) ترې جوړیږي کارول جواز لري . نورو عامو خلکو لپاره هم همدومره اندازه کارول جواز لري .


الدلیل علی ذلک :

(ولا يتحلى) الرجل (بذهب وفضة) مطلقا الابخاتم … منها ای : الفضة …ولايزيده علی مثقال ، وقيل لايبلغ به المثقال . وترک التختم لغير السلطان والقاضی و ذی حاجة اليه کمتولي افضل ….لايتختم الا ثلاثة : امير او کاتب او احمق . ردالمحتار مع درالمختار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۵۹ ـ۳۶۱ ، کتاب الحظر والاباحة ، فصل فی اللبس ولا يزيد وزنه علی مثقال لقوله علیه الصلاۃ والسلام: إتخذہ من ورق ولا تزدہ علی مثقال۔ (البحر الرائق ۸؍۳۵۰ فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close