متفرق مسا‌‌ئل

په لسم دمحرم څه کول پکاردي؟

(فتوا شمیره:108)

پوښتنه:

په لسم دمحرم مونږ ته څه کول پکار دي او بعضې خلک وايي چې په دغه ورځ خفګان پکاردی ایا دا صحیح ده؟

(پوښتنه کونکی: سلام خیل – کابل)

الجواب وبالله التوفیق

په بعضې روایاتو کې دي چې په لسم د محرم باندې الله تعالی بعضې انبیاء کرامو سره احسانات کړي دي لکه دادم (ع) پیداکول ، دنوح (ع) په قوم د طوفان ختمیدلو نه وروسته په دغه ورځ کشتۍ دجودي په غر ودریدل ، ابراهیم (ع) ته د اورنه نجات حاصلیدل ، موسی (َع) ته خلاصی او فرعون په دریاب کې په دغه ورځ غرقیدل وغیره .

 په ابتدا داسلام کې د لسم محرم روژه فرض وه بیا د رمضان د روژې فرضیت نازل شو او دلسم محرم د روژې فرضیت ختم شو ، خوبیا هم ددغه ورځې دروژې نیولو سنتیت په خپل ځای پاتې دی.

نودې نه معلومه شوه چې دغه ورځ دمخکې نه مقدسه او برکت والاراروانه وه البته اتفاقا په 61 هجري کې د حسین رضی الله د شهادت یوه دردونکې او نه هیریدونکې واقعه په دغه ورځ مینځ ته راغله نو زمونږعام خلک او بلکې شیعه ګان هم دا تأثر خلکو ته ورکوي چې دغه ورځ چې مبارکه ده یا روژه نیول پکې ثواب لري دا دحسین رضی الله دشهادت دوجې ده،نو دا تأثر غلط دی.

په لسم دمحرم باندې دغم خفګان اظهار کول ناجائزدي ځکه نبی علیه السلام فرمايي «لايحل لامرأة تؤمن بالله واليوم الآخر أن تحد على ميت فوق ثلاث إلا على زوج أربعة أشهر وعشرا » دغه شان دنبي علیه السلام وفات باندې دغم اظهار په شریعت کې نه دی راغلی دغه شان لوی صحابه کرام لکه عمر، عثمان، علی رضوان الله تعالی علیهم اجمعین شهیدان شوي دي په دوی باندې اظهار دغم په خاصو ورځو کې نه دی راغلی ، لهذا دغه رسمونه چې کوم شیعه ګان کوي شریعت مطهره کې نشته او کول یې ګناه ده.

دغه رواجونه  دشیعه ګانو سره مشابهت دی او شربتونه تقسیمول یا تورې جامې اغوستل په دغه ورځو کې دابدعات دي او دا د شیعه ګانو رسمونه دي او نبي علیه السلام فرمايي من تشبه بقوم فهو منهم ، څوک چې دکوم قوم سره مشابهت کوي نو دی دهغوی نه دی.دغه شان ددوی په جلسو کې شریکیدل هم ګناه ده،

دنبی علیه السلام نه په لسم دمحرم روژه ثابته ده او دغه شان که څوک په اهل عیال وسعت د رزق په دغه ورځ راولي الله تعالی به ټول کال ورباندې فراخي راولي اوداروایت اګر چې په ضعیف سند سره راغلی دی خو بیا هم علماء لیکي چې په فضائلو کې په ضعیف حدیث هم عمل کول روا دي.

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close