نکاح ، طلاق او کورني مسائل

دخط یا مسج په ذریعې خپلې ښځې ته طلاق ورکول

(فتواشمیره:120)

پوښتنه:

که څوک خپلې ښځې ته په لیکلې بڼه کې طلاق ورکړي . نو طلاق یی صحیح ده که نه ؟ یا خپلې ښځې ته دطلاق مسج ور واستوی نو طلاق واقع شو که نه ؟

(پوښتنه کونکی: هارون – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

په خط او یامسج باندې هم طلاق واقع کیږي، البته دطلاق نیت پکې ضروري دی او که ضروري نه دی؟

په دېکې تفصیل دی: که یوکس خط یامسج په داسې طریقې سره ولیکي چې لیږونکی (خاوند) خپل نوم ولیکي، او چاته یې چې استوي یعنې دخپلې ښځې نوم ولیکي یعنې داخط دفلانکي له طرفه دی فلانکۍ ته ، او بیا ورته ولیکي چې ماتاته طلاق درکړ او یا ولیکي چې ته طلاقه یې نو که دده نیت دطلاق وي او که نه وي طلاق واقع کیږي.

او که ولیکي چې په ماښځه طلاقه ده او یاماښځې ته طلاق ورکړ نو که نیت یې دطلاق وي نو طلاق واقع شو او که نیت دطلاق ورکولو نه وي بیا طلاق نه واقع کیږي.

لهذا که تفصیلي خط وي لکه داول صورت په شان او طلاق ورکړل شوی وي نو بیا بغیر دنیت نه طلاق واقع شوی دی، اوکه تفصیل نه وي یعنې دوهم صورت وي، نوبیا که نیت دطلاق یې وي طلاق واقع کیږي او که دطلاق نیت یې نه وي بیا طلاق نه واقع کیږي.

په بدائع الصنائع کې دي:

فصل وأما النوع الثاني فهو أن يكتب على قرطاس أو لوح أو أرض أو  حائط كتابة مستبينة لكن لا على وجه المخاطبة امرأته طالق فيسأل عن نيته فإن قال نويت به الطلاق وقع وإن قال لم أنو به الطلاق صدق في القضاء لأن الكتابة على هذا الوجه بمنزلة الكنایة لأن الإنسان قد يكتب على هذاالوجه ويريد به الطلاق وقد يكتب لتجويد الخط فلا يحمل على الطلاق إلابالنيةوإن كتب  كتابةغيرمستبينة بأن كتب على الماء أو على الهواء فذلك ليس بشيء حتى لايقع به الطلاق وإن نوى لأن مالاتستبين به الحروف لايسمى كتابة فكان ملحقابالعدم وإن كتب كتابة مرسومة على طريق الخطاب والرسالة مثل أن يكتب أما بعد يا فلانة فأنت طالق أو إذا وصل كتابي إليك فأنت طالق يقع به الطلاق  ولو قال ما أردت به الطلاق أصلا لا يصدق إلا أن يقول نويت طلاقا من وثاق فيصدق فيما بينه وبين الله عز وجل لأن الكتابة المرسومة جارية مجرى الخطاب (بدائع الصنائع ټوک 4 مخ225 ).

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close