
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
د مهر کمه اندازه څومره ده ؟
د فتوی شمیره (۱۸۷)
پوښتنه : د کابل ټکي کام له مفتي صیب څخه مننه کوو چې هر وخت یې زمونږ پوښتنو ته ځواب راکړی ، یو ځل بیا زحمت ورکوم ، سوال مې دادی : کمه اندازه د مهر لس درهمه ده چې زما له اندازې ( ۳۰) ګرامه جوړیږي او د هر ګرام قیمت ( ۱۵۰) افغانۍ ده چې ( ۴۵۰۰ ) افغانۍ جوړیږي نو ایا دا اندازه د پیسو په مهر کې ټاکل سهي دي ، کمې دي او که زیاتې ، د سپینو زرو ګرام په څو دی ؟ مننه
الجواب وبالله التوفیق :
د مهر کمه اندازه (۱۰ ) درهمه ده چې ( ۳۵ ) ګرامه سپین زر ترې جوړیږي او د همغه وخت د ( ۳۵) ګرامه سپینو زرو رایج قیمت سره به معادله کیږي ځکه چې قیمت یې د وخت په تیرېدو سره لوړیږی او ټیټیږي .
نن سبا د سپینو زر نرخ په مارکیټ کې، چې څومره وی هغه سره د معادله شي.
الدلیل علی ذلک :
… سمعت جابرا یقول : سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول : ولا مهر اقل من عشرة درهم .
فتح القدیر ، ټوک ، ۳ ، مخ ۲۹۲ باب الکفاءة
وکذا فی الدرالمختار ، ټوک ۳ ، مخ : ۱۰۱ ، باب المهر
والله تعالی اعلم بالصواب
