طهارت او لمونځ

وتر درې رکعاته په یو سلام سره دي

(فتواشمیره: 128)

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته:

مننه له داسې مسائلو چی زمونږ ایمان لا را مضبوطوي زه صرف یوه پوښتنه لرم که راته یې داسې جواب راکړې چې مربوط آیت او احادیث هم ورسره ولیکئ.

پوښتنه داده چې وترواجب په یو سلام دي او که په دوه سلامه کیږي.

نو که وایئ چې په یوسلام دي ولې ؟ او که وایئ چې په دوه سلامه دي بیا هم ولې؟

کوم کسان چې اهل حدیث دي هغوی وایي چې وتر په دوه سلامه دي او کوم کسان چی د مذهبو لاریوان دي هغوی وایي چې په یو سلام دي.

ستاسو د لارښونو نه مننه

(پوښتنه کونکی: ذبیح الله منصور)

الجواب وبالله التوفیق

داحنافو په نز باندې وتر درې رکعاته په یو سلام سره دي یعنې په دوه رکعاتو باندې پکې سلام ګرځول نشته بلکې صرف په اخر کې یو ځل سلام ګرځول دي دماښام لمونځ په شان او ددې دلائل په لاندې ډول دي:

په جامع الاحادیث للسیوطي کې دي:

عن ثابت قال : قال أنس يا أبا محمد خذ عنى فإنى أخذت عن رسول الله  – صلى الله عليه وسلم –  وأخذ رسول الله  – صلى الله عليه وسلم –  عن الله ، ولن تأخذ عن أحد أوثق منى قال : ثم صلى بى العشاء ، ثم صلى ست ركعات يسلم بين الركعتين ثم أوتر بثلاث يسلم فى آخرهن (الرويانى ، وابن عساكر ورجاله ثقات)

په مصنف عبدالرزاق کې عمل دابی بن کعب دی:

عَنْ مَعْمَرٍ، عَنْ قَتَادَةَ، عَنِ الْحَسَنِ قَالَ: «كَانَ أُبَيُّ بْنُ كَعْبٍ يُوتِرُ بِثَلَاثٍ لَا يُسَلِّمُ إِلَّا فِي الثَّالِثَةِ مِثْلَ الْمَغْرِبِ»

په مصنف ابن ابي شیبه کې دحسن بصري رحمه الله قول دی:

حَدَّثَنَا حَفْصٌ، عَنْ عَمْرٍو، عَنِ الْحَسَنِ، قَالَ: «أَجْمَعَ الْمُسْلِمُونَ عَلَى أَنَّ الْوَتْرَ ثَلَاثٌ لَا يُسَلِّمُ إِلَّا فِي آخِرِهِنَّ»

دغه شان په صحابه کرامو کې درې رکعاته په یو سلام دعمرفاروق، حضرت علي، عبدالله بن مسعود، ابن عباس، حذیفه بن الیمان، انس، ابی بن کعب رضوان الله تعالی علیهم اجمعین نه نقل شوي دي او ددوی اثار په مصنف عبدالرزاق، مصنف ابن ابي شیبه، طحاوي وغیره داحادیثو کتابونو کې موجود دي.

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close