طهارت او لمونځ

د جُمعې لمونځ چېرته کیږي ؟

فتوى شميره (154)

پوښتنه:

زموږ په کلي کې یو جومات دی په هغې کې د لمونځ کونکو شمیر ۱۰۰ شا وخوا ته رسيزي ، نو پوښتنه دا ده چې په دې جومات کې دجمعې او د اختر لمونځ کول جایزده او کنه ؟ دلائلو او حوالو سره ځواب راکړئ .مننه
المستفتی : سیف الله
الجواب وبالله التوفيق:
په کوم ځای کې چې دوه نیم زره نفر ( سړي ، ښځې ، وړه ماشومان او غټان ) اوسیږي او هغلته اساسي د ضرورت شيان هم په دکانو کې ترلاسه کیږي ، نو په هغه ځای کې د جمعې لمونځ جایز ده . او چيرته چې دا شرائط موجود نوي ، په هغه ځای کې دجمعې لمونځ هم جایز نده .
الدلیل علی ذلک :
ویشترط لصحتها سبعة اشیاء . الاول المصر….
وقال الشامي رحمه الله : عن ابی حنیفة رحمه الله انه بلدة کبیرة فیها سکک واسواق ولها وساتیق وفیها وال یقدر علی انصاف المظلوم من الظالم وبحشمته وعمله او علم غیر یرجع الناس الیه فیما یقع من الحوادث وهذا هو الاصح.
الدرالمختار مع رد المختار ټوک ۲ مخ ۱۳۷ کتاب الصلاة باب الجمعة
وکذا فی البحرالرایق ټوک ۲ مخ ۱۴۰ باب صلاة الجمعة
وکذا فی کفایة المفتي ټوک ۳ مخ ۲۲۵ –۲۲۹

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close