سجل الأن

تسجيل دخول

فقدت كلمة المرور

Lost your password? Please enter your email address. You will receive a link and will create a new password via email.

هغه تاجران چې دکابل نه مزارشریف یاهرات ته په هفته کې یوځل ځي لمونځ به څنګه کوي؟

هغه تاجران چې دکابل نه مزارشریف یاهرات ته په هفته کې یوځل ځي لمونځ به څنګه کوي؟

(فتواشمیره: 129)

کوم خلک چې تاجران دي او هفته کې یو ځل کابل نه مزار شریف یا هرات سفر کوي دوی به لمونځ څنګه ادا کوي؟

(پوښتنه کونکی: محمود خان- افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

کله چې یو نفر د(16) فرسخه یا (48) میله یا(77.24) کلیلومیټره په مسافه باندې دتللو اراده وکړي نو چې کله دخپل کلي یا ښار دحدودو څخه باهر شي نو مسافر ګرځي، لهذا په لاره کې به دسفر لمونځ کوي او کله چې هرات یا مزارشریف ته ورسیږي نو که هلته یې د(15) ورځو یاددې نه دزیاتو ورځو داوسیدلو اراده وي نو هلته مقیم دی او پوره لمونځ به کوي او که د(15) ورځو نه دکمو ورځو اراده یې وي نو بیا مسافر دی او دسفر لمونځ به کوي یعنې څلور رکعاته فرض لمونځ به دوه رکعاته کوي.

او که دا اراده یې وي چې کله زماکار خلاص شو نو واپس به ځم که لږ وخت تیر شي او که زیات نو بیا مقیم نه دی بلکې مسافر دی اګر که د (15) ورځو نه زیات وخت ورباندې تیر شي.

دسفر په حالت کې که یوازې لمونځ کوي او یامسافر امام پسې اقتداء وکړي نو څلور رکعاته فرض به دوه رکعته اداء کیږي او که مقیم (دهغه ځای اوسیدونکي) امام پسې دجَمعې لمونځ کې شریک شي نو بیا به پوره لمونځ کوي.

وعامة مشايخنا قدره بالفراسخ، ثم اختلفوا فقيل: يعتبر أحد عشر فرسخًا، وقيل: خمسة عشر، والفتوى على ثمانية عشر،(النهرالفائق شرح کنزالدقائق ټوک 1 مخ345)

قال محمد رحمه الله تعالى يقصر حين يخرج من مصره ويخلف دور المصر كذا في المحيط وفي الغياثية هو المختار وعليه الفتوى كذا في التتارخانية …. قال أصحابنا رحمهم الله تعالى في تاجر دخل مدينة لحاجة نوى أن يقيم خمسة عشر يوما لقضاء تلك الحاجة لا يصير مقيما لأنه متردد بين أن يقضي حاجته فيرجع وبين أن لا يقضي فيقيم فلا تكون نيته مستقرة (عالمګیري ټوک1 مخ139)

من جاوز بيوت مصره مريدًا سيرًا وسطًا ثلاثة أيام في بر، أو بحر، أو جبل، قصر الفرض الرباعي (کنزالدقائق باب صلاة المسافر)

 

 

 



خپله تبصره پريږدي

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>