نکاح ، طلاق او کورني مسائل

خپلې مېرمن ته په خور ویلو سره طلاق واقع کیږي او کنه ؟

دفتوی شمیره (۱۹۸)


پوښتنه : که یو تن خپلې مېرمنې ته درې ځلې خور وويل ، پر ما خور يې دا څنګه كيږي ؟ دا طلاق واقع شو او كنه ؟ که معلومات مو راکړل . مننه
المستفتي : یارمحمد


الجواب وبالله التوفیق :
په پوښتل شوي صورت کې د خاوند نیت ته کتل په کار ده . که دغه الفاظ ( پرما خور یې ) خپلې مېرمن ته د طلاق په نیت ویلي وي نو باین طلاق واقع کیږي یعنې نکاح به تازه کوي او که یې د طلاق په نیت نه وي ویلي نو طلاق نه واقع کیږي .
البته له دې ډوله الفاظو کارولو څخه باید ډډه وشي .
الدلیل علی ذلک :
ان نوی بانت علي مثل أمي او امی او کامي ، وکذا لو حذف ؛علي ؛ خانیة ، برا او ظهارا او طلاقا صحت نیته ووقع مانواه لانه کنایة . وفی الشامیة : قوله لانه کنایة ، ای من کنایات الظهار والطلاق ، قال فی البحر : واذا نوی به الطلاق کان بائنا کلفظ الحرام .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close