متفرق مسا‌‌ئل

دحافظې ښه کیدلو او مطالعې سره دشوق پیدا کیدلو لپاره وظیفه

(فتواشمیره:99)

پوښتنه:

درنو او قدرمنو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:

 محترمینو زه ددیني کتابونو دلوستلو سره ډیره مینه لرم او غواړم چې خپل دیني معلومات زیات کړم مګر دلوستلو حوصله نه لرم او څه چې مطالعه کړم هغه مې په ذهن کې نه پاتې کیږی نو په دې اړه چې کوم اذکار او ذکرونه دالله(ج) دکلام یا کوم ایاتونه او دالله (ج) اسما الحسنی دي په ډیر کثرت سره یی ذکر کووم مګر بیاهم دکتابونو د لوستلو حوصله نلرم او څه مې په ذهن کې نه پاتې کیږي هیله ده ددغه مشکل په اړه کومک او همکاري راسره وکړئ ډیره مهرباني به مو وي. په ډیر درنښت او احترام ستاسو دکومک او همکارۍ په هیله .

(پوښتنه کونکی: اختر محمد – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

مقصود دعلم زده کولو او دیني معلوماتو څخه په هغې عمل کول او الله راضي کول دي او کله چې ته خپل محنت او کوشش کوي او بیاهم حافظه کې نه څه نه کیني نو الله تعالی تاته اجر درکوي او داهم دالله تعالی دراضي کولو ذریعه ده. سره ددې مایوسه کیدل نه دي پکار او الله تعالی نه غوښتل پکاردي ، ځکه هرڅه دالله تعالی په اختیار کې دي.

البته دحافظې کمزوري کیدلو یو لوی لامل ګناه او خاصتا غلط نظر استعمالول دي او تقوی سره حافظه مضبوطیږي .

د دې سره سره یوه وظیفه ده او داجاري ساتل دي:

 اول داچې هر سهار دفرضو او سنتو مینځ کې 210 ځله (یاعلیم یا حفیظ) ویل دي ،

او دوهم هر ماښام لمونځ نه وروسته که «رب اشرح لي صدري ویسر لي امري » 33ځله وویل شي او درې وارې مخکې او وروسته ورنه درود شریف وویل شي ان شاء الله ستا مسئله او مشکل به حل شي.



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close