« تبصره »
له يوې مياشتې را په د يخوا وزيرانو پرلپسې استعفاوې وکړې ، چې د ملي يوالي د حکومت په وزارتونو کې يې اندېښنې زياتې کړي دي .
که څه هم په ښکاره توګه هر يو استعفا کړي وزير چاته ګوته نه ده نيولې ؛ خو وايي: د کورنيو او ځينو بهرنيو فشارونو له امله يې استعفا کړې ده ، يوازې د کانونو وزير داودشاسبا ښکاره کړې ده ، چې ولسمشر اشرف غني ورته ويلي وو : که سپارښتنې يې سرته نشي رسولای غوره دا ده ، چې استعفا وکړي، شايد د نورو استعفا کړو وزيرانو همدا حال وي.
په څرګنده خو د ملي يوالي د حکومت مشرتابه ډاکټر اشرف غني او ډاکټرعبدالله د وزيرانو په استعفاوو، خولې ګنډلي دي ؛ خو داسې پريښې ، چې دوی د هغو وزيرانو په مقابل کې ، چې دوی د هغو وزيرانو په مقابل کې ، چې استعفاوو ، ته اړ شوي دي ؛ ځواب نه لري.
د هېواد روان حالات ورځ په ورځ نورهم خرابېږي ، چې د کورنيو چارو وزارت وايي په هېواد کې د حالاتو د سمون لپاره د شفق په نامه عمليات کوي ، د دفاع وزارت هم د شفق په نامه د عملياتو پېل تايد کړی دی ، چې د ۱۵ نا امنو ولاياتو د جملې څخه يې د هلمند ، فارياب ، جوزجان ، ننګرهار ، ياد کړي دي ؛ خو د لومړيو درېو يا دوو ولايتونو په اړه وړاندې وينا شوې ده ، چې هلمند ، جوزجان او فارياب د سقط په حال کې دي.
دا مهال بيا په کندوز کې جګړه روانه ده، د اشرف غني لومړی مرستيال او د ازبک ملېشو قوماندان جنرال دوستم د تېښتې په حال کې دی .
جرمونه اخيري حد ته رسيدلي دي ، د مخدره موادو د جرمو سره د مبارزې اختصاصي څارنوالي په خپل کالني راپور کې وايي: په مخدره موادو قاچاق کې بهرنيان او داخلي وکړي لاس لري ، چې د امنيتي ارګانونو جنرال هم د مخدره موادو په قاچاق کې لاس په لاس نيول شوي دي.
اوس سوال دا راپيدا کېږي ، چې د دفاع او د کورنيو چارو وزاراتونو په غوښتنه د هېواد په ۱۵ نا امنه ولاياتو کې ، چې په لسو ولاياتو کې عمليات پېل شوي دي دا به امنيتي وضعه ښه کړي او که نوره به هم مخ پر خرابيدو شي؟
دا وزيران ، چې استعفاوي کوي همدا لاملونه دي ، چې امنيتي وضعه مخ په خرابيدو ده او د ولايتونو د سقوط له ويرې وزيران استعفاوې ورکوي، چې په جنايي جرمونو کې جنرالان او اداري فساد کې وزيران ، واليان او رئيسان ککړ وي په هېواد کې به د ولايتونو د سقوط انديښنې راپيدا کېږي.
د دفاع وزارت وياند وزير خو يوازې د څلورو ولسواليو له لاسه وتل تاييد کړي دي ؛ اما دا مهال د هېواد د ځينې ولايتونو تر ۴۰ ولسواليو پورې واک د حکومت په لاس کې نه دی او که نورو وزيران هم استعفاوې وکړي د نورو ولايتونو د سقوط لامل به هم وګرځي.