دوکتور لطف الله خیرخواه
الجزيرې د واشنګټن پوسټ په حواله ويلي چې اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده. د الله تعالی له قوانينو سره جګړه ممکنه نه ده. دوی لومړی د اولادونو په محدودولو کار وکړ، بيا يې بې واده اړيکې رواج کړې، اوس يې نسلونه کم شوي دي، د اولادونو د ډېرولو بدل کې خلکو ته تمويلونه کوي. دوی يو وخت د له غريبو هېوادونو څخه هجرتونو ته خوشحال وو. کله چې هجرتونه ور ډېر شول، ثقافتي او تمدني ستونزه ورته پېښه شوه. چا ته چې تابعيتونه ورکړل شوي، د هغه ځای په پرېکړو کې يې اغېز ښکاره دی…
اوس که هجرتونه بندوي، دوی کم دي، که ډېروي يې، وطنونه يې له لاسه وځي، اوس نو خپلو خلکو ته وايي چې بچيو ته کش ورکړئ، خو د هغوی خوله په مميز اموخته ده، اوس به څه کش ورکړي؟
تېره ورځ ډي ډبليو تلوېزيون د اورپايي اتحاديې د پارلمان رئيسې وينا نشر کړه چې وايي، اروپا د نړۍ رنډۍتون دی. يوازې جرمني کې درې ميليونه ښځې د بدلمنۍ کاروبار(!) کوي..
په ۲۰۰۵ ز کې چين خپلو خلکو ته د ډېرو بچيو زېږولو اعلان وکړ او له يو څخه د ډېرو زېږلو پر سر يې تمويل اعلان کړ…
اسلام معجز دی…اسلام د انسان فطرت دی…


















