په وروستيو کلونو کې ځينو نړيوالو او سيمهييزو کړيو هڅه کړې چې افغانستان د يو احتمالي امنيتي ګواښ په توګه معرفي کړي، څو د خپلو سياسي او ستراتيژيکو موخو لپاره يو منفي انځور جوړ کړي. خو د واقعيتونو پر بنسټ د سيمې هېوادونو تعامل، اقتصادي اړتياوې او سياسي تحولات ورځ تر بلې دا څرګندوي چې دغه روايت خپل اعتبار له لاسه ورکوي. نننۍ جيوپوليټيکي فضا افغانستان په سيمه کې د ګواښ پر ځای د يو فرصت په توګه راپېژني.
د منځنۍ اسيا هېوادونو—لکه ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان—تفکر په ښکاره بدلون کړی دی. دوی اوس د افغانستان ثبات د خپل سيمهييز ثبات او اقتصادي راتلونکې لپاره يو مهم شرط ګڼي. همدا لامل دی چې احتیاطي او واټنساتونکي دریځونه د فعال تعامل او مثبتو تماسونو له پاره پر عملي سیاستونو بدل شوي دي. دغه هېوادونه ډېر ښه درک کوي چې افغانستان د ټرانزيټ، انرژۍ، سیمهييز اتصال او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د یو نه بدلېدونکي پل حیثیت لري.
د دوحې فورم وروستۍ ناسته دا بدلون نور هم روښانه کړ. د منځنۍ اسيا استازو نه يوازې دا چې د افغانستان په اړه منفي تبليغاتي دریځونه کمزوري وبلل، بلکې په څرګندو ټکو يې د کابل د سياسـي تعامل، اقتصادي مشارکت او سيمهييزې يوځای کېدو ملاتړ څرګند کړ. له دې سره-سره، د دغو هېوادونو چارواکو پرلپسې سفرونه کابل ته او ګډې ناستې د دې ثبوت دی چې سيمه اوس له افغانستان سره د مثبت او متقابل ګټور تعامل نوي باب ته داخله شوې ده.
اقتصادي واقعيتونه هم د فکر په دې بدلون کې بنسټیز رول لري. افغانستان د اسيا زړه ته د نښلېدو تر ټولو لنډ، خوندي او اقتصادي لارې ترمنځ موقعيت لري. د ټاپي پروژه، د ترکمنستان–افغانستان–ازبکستان رېلپټلۍ، د چين–منځنۍ اسيا–افغانستان سوداګريزه لاره، او د لاجورد دهلېز بديلې اقتصادي لارې هغه ستراتيژيک امکانات دي چې د سيمې هېوادونه يې له کابل سره نږدې تعامل ته هڅوي. دا حقيقت اوس ټولو ته څرګند شوی چې د افغانستان د منزوي کولو سیاست نه يوازې ناکام دی، بلکې د سيمې د اقتصادي پرمختګ او امنيتي ثبات پر وړاندې خنډ جوړېږي.
تجربې ښيي چې له افغانستان سره د تعامل سیاست د ستونزو د کمېدو، د ګډو ګټو د زياتېدو او د سيمې د همکارۍ د پراختيا بنسټ جوړوي. همدې بدلونونو هغه روايتونه کمزوري کړي چې د افغانستان په اړه د ګواښ انځور جوړوي. دغه تبليغاتي هڅې اوس له زماني واقعيتونو او د سيمې له ګډو ګټو سره په ښکاره ټکر کې دي.
پایله دا ده چې افغانستان نن د سیمې د یو نوي فرصت په توګه راڅرګندېږي—یو فرصت چې د اقتصادي اتصال، ټرانزيټ، سیاسي ثبات او سیمهيیزې همغږۍ لپاره ستر ارزښت لري. هغه کړۍ چې لا هم هڅه کوي افغانستان د ګواښ په توګه معرفي کړي، د واقعیتونو په مقابل کې ولاړې دي. د منځنۍ اسیا هېوادونو دریځ، عملي همکاریو او مثبتو تعاملاتو ښودلې چې افغانستان د سیمې د راتلونکې په معادله کې د یوه رغوونکي رول توان او ظرفیت لري.


















