دسوريې کړکیچ ښايي دسيمې په کړ کیچ بدل شي

په سوریه کې دبشارالاسد دپلویانو او مخالفینو ترمنځ دجګړو دوام ورځ په ورځ دسوريې امنېتي وضع تر ینګلې کوې چې دیوې خوا امریکا داسد مخالفین وسلوال کوي او داسد دحکومت دپرځولو لپاره نوې نوې وسلې ورکوي په مقابل کې ایران په سوریه کې دامریکا دپالیسئ پر خلاف په خپل وس اوتوان سره دخپلې پالیسئ له مخي دامریکا مقابله کوي، روسیه خونه یوازې دا چې په سوريه کې دبشارالاسد پرمخالفینو هوائې بمباري کوي بلکې په ټولو برخو کې دسوريې دواکمن حکومت پلوي هم کوي ترڅو په سوریه کې امریکا دناکامیو سره مخ کړي.
دسوريې کړکیچ اوس دافغانستان په څیر په نړیوال کړکیچ بدلیدونکی دی که دسوريې روانه وضع اوپه سوریه کې دامریکا او روسي ترمنځ سیالي دوام وکړي نو سوریه به بیا د نړیوالو زورواکیو دویم مرکز او ډګر وګرځي چې دنړۍ اوسیمي لپاره به دافغانستان په شمول یو بل ستونزمن حالت رامنځ ته کړي بیا به جګړه دهېوادونو څخه بلاکونو ته ورسېږي .
دهمدې حالاتو په اړه سبا دجمعي په ورځ چې درواني عقرب د میاشتي اتمه ده دګڼو هېوادونو داستازو په ګډون ویانا کې یوه غونډه جوړیږي.
که څه هم په سوریه کې داسد مخالفو ډلو په غونډه کې دایران په ګډون مخالفت ښودلې خو دایران دبهرینو چارو د وزارت ویاندې مرضیي ویلي چې بلنه ورته ورکړل شویده .
پدې غونډه کې به د روسيي ، امریکا، سعودی، ایران ، عراق ، مصر، لبنان او… هیوادونو استازی برخه اخلي، دې غونډې ته د ورتلو دمخه دایران دبهرینو چارو وزیر جواد ظریف د روسيي دسیال وزیر سرګي لارورف سره په تلفون خبرې کړیدي چې دکړ کیچ دحل په اړه خپل نظرونه سره یو کړي .
په مقابل کې دکریملین ویاند دیمېتري پسکوف هم ویل چې امریکا دسورئي دکړکیچ دسیاسي حل غوښتو نکې ده.
روسیه او ایران په سوریه کې دبشار الاسد دحکومت پلوي کوي وايې که امریکا په سوریه کې داسد حکومت نسکور کړي او واک نورو وسلوالو او داعش ډلې ته ورسېږي نو په سرکې به دداعش ډله واکمنه شي چې دسوريې کړکیچ په دسیمي په کړکیچ بدل شي ځکه امریکاغواړي دسوريي له کړکیچ څخه په ګټه اخستنه داعش ډله د عراق ، افغانستان او سوریي څخه منځني اسیا ته ورسوي چې روانې میاشتي په سرکې د روسي ولسمشر ولا دیمبرپوتین ازبکستان، ترکمستان اوتاجکستان ته دداعش ډلې چې دافغانستان دشمالي ولایاتو دلاری به ځان ورسوي اندیښنه وښوده.
ایران او سوریه غواړي دویانا په غونډه کې دسیاسي حل په اړه داسی طرحه وړاندې کړي چې دبشارالاسد مخالفین دی په حکومت کې برخه واخلی اوځواک به داسد سره وي خو سعودي او امریکا بیا ددی نظر په مخالفت غواړي په سوریه کې دبشارالاسد نظام رانسکورکړی.
دسوريي دنازکو حالاتو په اړه ویلي شو چې امریکا به په خپل سیاست کې ماتې وخوري او خپله دسنا مجلس به هم ورسره مخالفت وکړي .
همد اوس دامریکا اولسمشر اوباما د افغانستان په اړه دنیوکو او مخالفتونو سره مخ دی دامریکا دمشرانو د جرګي غړې او د جمهوریت غوښتونکي کوند مشر جان مکین پر او باما نیوکه کړی چې له افغانستان نه يې پوځونه وایستل کم شمیر پوځ دافغانستان امن نشي ساتلې افغان چارواکو دوسلو او دامن ساتلو په اړه روسي ته مخه وکړه .
بله داچې دروسي دفدرالي استخباراتود اداري مسؤل الکساندر بورتینکوف ویلي چې که امریکا په افغانستان کې داعش ته نورې وسلي ورکړي اوزمونږ تر پولې يې راورسوې مونږ به په سوریه کې هوائې بمباري زیاته او دداعش مرکزونه به له منځه یوسو ددی نه داڅرګنده شوه که دویانا په غونډه کې دسوريي سیاسي حل ونه موندل شي دسوريي کړ کیچ دسیمي په کړکیج بدلیدلی شي.



