غزه کې د صهيونيستي رژيم له خوا د پرلپسې دوه کلنې سختې جګړې او نسل وژنې وروسته د روان کال د اکتوبر مياشتې په نهمه نيټه د مصر په «شرم الشیخ» ښار کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د څو اسلامي هېوادونو او نړیوالو منځګړو په حضور کې د سولې او اوربند یو تړون اعلان شو. دا تړون د هغو خلکو لپاره د هیلې یو څرک و چې د جګړې د دوام او مسلسل بمبار لاندې د ژوند او مرګ تر منځ کلونه تېروي. د تړون له مخې باید جګړه ودرېږي، د بشري مرستو لارې پرانیستل شي او د زندانیانو تبادله وشي. حماس د تړون له اعلان وروسته د ژمنو د پلي کولو خبر ورکړ او خپل اړخ یې عملي کړ. خو په مقابل لوري کې د تړون د احترام نښې ونه لیدل شوې؛ نه يې په بشپړه توګه بريدونه پای ته ورسول او نه هم د مرستو رسېدو په بهیر کې د پام وړ اسانتیا رامنځته شوه.
په داسې حال کې چې د تړون هدف د جګړې بندول و،اسراییلي لوري دغه کار ونه کړ، چې دغه کړنه یوازې د تړون له متن سره ټکر نه ده، بلکې د انسانیت له ټولو اصولو څخه ښکاره سرغړونه هم ده. د معاهدې له مخې بايد غزې ته د رفح په شمول له ټولو لارو مرستې ورسيږي ، خو د عمل په ډګر کې مرستې د فشار وسیله ګرځول کيږي.
د اسرائیلي رژیم دا چلند د لومړي ځل لپاره نه تکراریږي. د منځني ختیځ په اوږده سیاسي تاریخ کې د تړونونو ماتول د دغه رژیم د سیاست یوه پیژندل شوې بڼه ده. له اوسلو څخه تر قاهره او نورو تړونونو پورې، تل دا لیدل شوي چې تړون لاسلیک کېږي، خو په میدان کې یې عملي بڼه نه څرګندېږي. دا سلوک د یوه سیاسي تاکتیک په توګه کارول کېږي؛ کله چې فشار پرې راشي، تړون مني، خو کله چې خپل پوځي یا ستراتیژیک هدف ته نږدې شي، ژمنه ماتوي. دا د یوه تکراري عادت تسلسل دی.
په غزه کې په هره داسې شېبه کې چې تړون ماتېږي او جګړه دوام پیدا کوي، لویه بیه یې ملکي خلک پرې کوي. د اوبو، خوړو، درملو او تیلو کمښت د ژوند اساسي اړتیاوې له منځه وړي، روغتونونه د انرژۍ د نشتوالي له امله دروازې تړي، او ماشومان د غذایي کمښت په نتیجه کې د ژوند له خطر سره مخ کيږي.
شرمالشیخ تړون ښودله چې د سولې فرصت شته، که ژمنې عملي شي. خو کله چې ژمنې د یو اړخ له لوري په قصدي توګه ماتېږي، دا ډول تړونونه یوازې د مهالوېش د ضایع کېدو او د درد د اوږدېدو سبب ګرځي. سوله هغه وخت پایښت پیدا کوي چې د خبرو ترڅنګ د عمل اراده هم موجوده وي. یوازې اعلان، غونډه او تصویر د جګړې د پای کېدو ضمانت نه شي ورکولای.
له صداقت او ژمنتیا پرته د سولې خبرې بې معنا وي او د هر تړون اصلي ځواک د هغه په عمل کې دی، يوازې اعلانونه او کنفرانسونه سولې او ټيکاو نشي رامنځته کولی.

















