ولې، ولس حکومت ته خپل حکومت نه وايي؟

د تېرو څوارلسو کالو را په دېخوا، دپخواني واکمن حامد کرزي او د ولس دملي يوالي په نامه د دوو ډاکټرانو ګډوله حکومت واکمن چاروکي وايي، چې موږ ولسواليو ته سړکونه په اساسي ډول پاخه او په هغو ولسواليو کې، چې يو کمپوډر به هم پکې نه و ، کلينيکونه جوړ کړل. ورسره دنورو چارو دعوه، چې هره ورځ پرې دکابل مطبوعات تبصرې کوي، د ملي اردو دځوانانو د ارزونې ترڅنګ د نړۍ سره د اړيکو په پراخوالي يا دنړيوال بانګ د مرستو دوام ؛ دا ټول دخپل حکومت لاس ته را وړنې بولي. خو بيا هم ولس دې حکومت ته خپل حکومت نه وايي.                                                                                                      اشرف غني چې واک ترلاسه کړ ، يو شعار يې داو چې په خپله کابينه کې به، زړو په اداري فساد ککړو وزيرانو ته ځای نه ورکوي . ولس ترې يو څه خوښ شو ، چې ګنې که په هېواد کې د اداري فساد مخه ونيولی شي له دې بدبختيو به وژغورل شو .  خو اشرف غني د ولس سره تر پخواني حکومت زياته دښمني وکړه. پخواني حکومت وزيران يې مشاورتي او سلاکاران کړل ، چې اوس د دوی دواړو لاسونه په غوړيو کې غوړ دي. د اداري فساد ککړتيا نوم به هم ورپوري نه وي او خپله برخه غوړه (مړۍ ) به هم  ور رسېږي.                                                                                                                                    پخواني حکومت کې چې حامد کرزي به چيغي سوري وهلې خو بيا هم رشوت ازاد اخيستل کيده .  يوازې دافغانستان سره دتېلو په قرار دا د کې ۷۵مليونه ډالره وهل شوي وو. دبيا رغونې په سرکتنو کې ۴۰ ٪ سلنه شخصي جيبونو ته تللي و. او دمرکزي بانګ حساب خو تراوسه پورې ګونګ پاتې دی .                                                                                        دنورو لاملونو روښانتيا شوې ده او نوره به هم پسې کېږي . خودا يو لامل چې دولتي چارواکي په ځانګړې توګه شمالي ټلواله دافغانستان په سوله او بهرنيو هيوادونو دپوځونو په کمښت او يا له افغانستانه په وتلو هيڅ رضايت نلري.                           دويم دافغانستان په سوله او امن هيڅ خوښ نه دي، که دولس په وړاندې په مطبوعاتو کې دسولې او مذاکراتو وينا کوي. داهسې دافغان ولس دزړونو دخوشالۍ او تېر يستنې وينا ده. که په صداقت سره موجوده  اداره دوسولې او امن په راوستلو کې رښتيني وي اوس به هيڅ ستونزه نه وه . دموجوده ادارې لخوا په افغانستان کې سوله او ثبات يوازې شعار ګرځيدلی دی.          دژمنو په کولو که امن اوثبات راتلای؛ نو تر کرزي زياتې ژمنې د ولس سره دې حکومت نه دي کړي او نه به يې وکړي.          هره غونډه او ويناکې د ولس سره دامن اوسولې د اقتصادي پياوړتيا اونورو برخو کې ژمنې کېږي، خو ورځ په ورځ اداري فساد، د مخدره موادو قاچاق ، له افغانستانه دځوانانو  بهرينو هېوادونو ته تللو کې زياتوالی راځي. په تېرو شپږو مياشتو کې له افغانستانه يو لک درويشت زره ځوانان بهرنيو هېوادونو ته تللي دي . ځينې رسنۍ وايي چې دا دتېرو يوولسو مياشتو سروې ده. په هرنيت که په يوولسو ياشپږو مياشتو کې وي  دې حکومت ته به څرنګه ولس خپل حکومت ووايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button