کابل ټکی کام ۳۰عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
سره له دې چې امريکايان په افغانستان کې لا هم په جګړه کې پراخه ونډه لري، خو امريکايان بار بار دا خبره کوي، چې د دوی ماموريت يوازې د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره پورې محدود دی او په جګړه کې عملا برخه نه اخلي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونې ګڼه کې ليکلي، چې امريکايان سره له دې چې په افغانستان کې په جګړه کې ګډون نه کوي، وژل کېږي.
په دې اړه د ورځپاڼې مطلب ليکي، په افغانستان کې د جګړې ۱۵ کاله په پوره کېدو دي، خو لا هم په افغانستان کې امريکايي وګړي په داسې حال کې وژل کېږي، چې هلته د دې هېواد پوځي ماموريت ختم دی.
په مطلب کې د هغې ۵۴ کلنې امريکايي مېرمنې مرګ ته اشاره شوې، چې په وروستيو کې له امريکايي پوځيانو سره د مرستې لپاره افغانستان ته ولاړه.
نوموړې «کريسي ډېوېس» نومېده او تېر کال د طالبانو له لوري په يوه توغول شوي توغندي ولګېده او ووژل شوه.
واشنګټن پوسټ وايي، که څه هم افغانستان کې د امريکا ملکي قرارداديان عملا په جګړه کې ونډه نه اخلي، خو د سږکال له پيله تر دې دمه ۱۵ امريکايان وژل شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپيان دي، چې ۵ تنه يې په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

