طالبان ټوکې نه کوي!/ خالد روان

افغان حکومت یو ځل بیا گواښ کړی، چې په زندانونو کې به طالب بندیان اعدام کړي او د طالبانو د تېرو بریدونو غچ به له دوی واخلي. په څرخي پله زندان کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې طالب بندیان له سختو شکنجو سره مخ شوي او ډېرو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب هم کړی دی.

په دغه زندان کې د طالبانو په تور نیول شویو بندیانو برېښنا پرې شوې، خواړه په منظم ډول نه ورکول کېږي، وهل کېږي، ټکول کېږي، ناروغان شوي او له سختو ستونزو سره لاس او گرېوان دي. ځینې زندانیان له سختو شکنجو لاندې نیول شوي او ځینې مرگوني وهل شوي هم دي.

 د حکومت اجراییه مشر گواښ وکړ، چې د طالبانو په تور نیول شویو بندیانو په عدالت پلی شي او ډېر ژر به اعدام شي. همدارنگه نورو امنیتي، عدلي او قضايي ارگانونو هم ویلي، چې د طالبانو په تور نیول شویو بندیانو به اعدام پلی شي.

د گډ حکومت په راتگ سره له دې وړاندې هم شپږ تنه د طالبانو په تور اعدام شوي وو؛ خو وروسته معلومه شوې وه چې ټول د شخصي تربنگۍ له امله بندیان شوي وو او د طالبانو په تور اعدام شول.
په اوسني وخت کې د حکومت په ټولو ارگانونو کې فساد اوج ته رسېدلی او افغانستان د نړۍ پنځم فاسد هېواد دی، چې یوه اداره یې هم له اداري فساد نه پاکه نه ده، چې قضايي ـ عدلي ارگانونه په فساد کې تر پښو پورې غرق دي.

امریکا د جگړې د تازه کولو لپاره هره ورځ نوي ـ نوي فرمانونه صادروي، حکومت د امریکا غږ په کابل کې بدرگه کوي او د پوره جگړې د چمتووالي خبره کوي. د طالبانو جگړه هم سخته شوې او په یوه پېښه کې سلگونه امنیتي مسوولینو ته مرگ ژوبله اړوي. تېرې دوې اوونۍ د همداسې پېښې ښې شاهدې وې، چې د کابل امنیتي مسوولینو چیغې یې تر امریکا ورسولې.

که احیاناً د طالبانو په تور نیول شوي زندانیان اعدام شي؛ نو طالبان هم ورته عکس العمل ښيي او له طالبانو سره دمگړۍ سلگونه افغان امنیتي ځواکونه بندیان دي او کېدای شي طالبان د یوه طالب په بدل کې لس عسکر اعدام کړي.

طالبان اوس مهال تسلیم شویو افغانانو ته عمومي بښنه کوي او که حکومت د طالبانو په تور نیول شویو زندانیانو په اعدام لاس پورې کړ؛ نو له دې وروسته به هغوی هم ووژني.

د حکومت د دغه اعلان وروسته طالبانو هم په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، که طالبان یې اعدام کړل؛ نو دوی به هم په ورته عمل لاس پورې کړي او مسوولیت به یې هم د دولت په غاړه وي؛ ځکه لومړی دوی د اعدام پیل وکړ.

طالبان ټوکې نه کوي؛ بلکې خپله هره خبره د عمل تر میدانه رسوي. تاسې به وگورئ، چې څومره قاضیان، څومره محکمې او څومره هغه پولیس ووژني، چې حتا طالب بندي ته یې د اعدام رسۍ وراچولي وي.

طالبان د حکومت په شان د خپلو کړیو خبرو څخه نه شا کېږي او له دې وړاندې یې هم خپله هره خبره په ثبوت رسولې ده. حکومت دې په روانه جگړه نور تېل نه اچوي او له داسې لارو چارو دې کار واخلي، چې روانه ستونزه په سوله ییز ډول حل شي او د مرگونو مخه ونیول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button