پاکستان: د پښتون لاريونوالو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۱) په پاکستان کې له تېرو لسو ورځو راهيسې د پښتنو لاريون روان دی، چې ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او د دغې هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ځينې پښتانه اعتراض کوونکي اسلام اباد ته ورځي او له لاريونوالو سره يوځای کېږي.
دغه لاريونوال څو مهمې غوښتنې کوي او وايي، چې تر هغو يې غوښتنې نه وي منل شوي دوی به خپل لاريون ته دوام ورکړي.
دوی وايي، د پاکستان په بېلابېلو برخو کې دې د پښتنو پر ضد د روان تاوتريخوالي څخه لاس واخيستل شي.
په اسلام اباد کې د لاريونوالو او اعتراض کوونکو مشر منظور پښتون وايي، دوی څو غوښتنې لري چې لومړی يې “د نقيب مسيد د قاتل (راوانور) نيول او هغه ته سزا ورکول، د ټولو وژل شويو پښتنو لپاره دې کمېسيون جوړ کړل شي او عملي کار دې پيل کړي، قبايلي سيمو کې د جګړو، نښتو او چاودنو وروسته عام خلک زورول کېږي چې وروسته ګرځبنديز لګېږي او خلکو ته ستونزې پيدا کوي دا بايد بند کړل شي، په قبايلو کې د پوځ له لوري کوم ماينونه چې خواره شوي هغه دې ليرې کړل شي او په دې وجه متضرر شويو خلکو سره دې مرستې وشي”
نوموړی وايي، کلکه اراده يې کړې ترڅو چې يې دغه غوښتنې نه وي منل شوي او ډاډ نه وي ورکړل شوی له اسلام اباده به د پښتنو لاريون ختم نه کړي.
د اسلام اباد د لاريون سره همهاله او د هغوی په ملاتړ وزيرستان، افغانستان او ځينو نورو سيمو کې هم اعتراضي لاريونونه وشول او ټاکل شوې ده چې نن په کوټه کې د يادو لاريونوالو په ملاتړ اعتراضيه غونډې ترسره شي.
وروسته له هغې دغه لاريونونه او اعتراضيه غونډې پيل شوې چې په کراچې کې د مسيد قوم يوه پښتون ځوان نقيب د پوليسو له لوري له نيول کېدو وروسته ووژل شو.
پوليسو په لومړيو کې ادعا وکړه، چې نوموړي له پاکستاني طالبانو سره اړيکې لرلې خو کورنۍ او په اسلام اباد کې راټول شوي پښتانه يې نه مني او د هغه وژل د ټولو پښتنو وژل ګڼي زياتوي چې له وزيرستانه تر کراچۍ په هيڅ ځای کې هم د پښتنو ژوند په امن کې نه دی.


