آیت الله خامنه اي: زمونږ په مقابل کې د دښمن یوه پراخه جبهه شتون لري

کابل ټکی کام عبدالله هاشمي
د ایران روحاني مشر آیت الله خامنه اي نن د جنورۍ په ۹، د تهران په ښار کې وینا کړې ده، چې د «امریکا دولت، صهیونستي مشران او د داعش تکفیري ډله» يې د ځان په مقابل کې د دښمنې جبهې غړي یاد کړي دي.
د ایران رهبر په وینا کې وویل چې ددې جبهې ټول ټال کوښښ دادی چې څرنګه د انقلاب ونه له بېخه وباسي…ددوی ټولې هڅې ددې لپاره دي، چې څرنګه دا دوامداره انقلاب له منځه یوسي، زمونږ ټولې هڅې دادي چې څرنګه دا دوامداره انقلاب باقي پاتې شي.


