کندز: دښت ارچي کې شپږ  دولتي عسکر له دندو منصرف شوي دي

کابل ټکی کام  (هفته، مرغومی ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل):

د کندز ولایت نه رپوټونه وايي.  چې ددغه ولایت دښت ارچي ولسوالۍ کې ۶ تنو پولیسو خپلې دندې پرېښي او بېرته خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د خبر له مخې دغه عسکر د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې په دندو ګمار شوي وه، چې بيرته له خپلو دندو راګرځېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبري اعلامې په ترڅ کې چې د الاماره ویب پاڼې له لارې خپره شوې ویلي دي، چې دغه پولیس او اربکيان د دوي د بلنيز  ځانګړي کميسيون مسؤلینو په تشویق،  هڅو او د ځايي علماء په توسط په حقیقت پوه شوي او دندې يې پرېښي دي .

اعلاميې دغه راز د نوموړو عسکرو نومونه په لاندې ډول ښودلي دي : چې یو تن يې قومندان جمعه، خالقداد، جنت ګل، صلاح الدین،عبدالحنان اوکریم الله شامل دي.

سليم بریال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button