ملګرو ملتونو ته د ظریف لیک: له خپلو ګاونډیانو سره تاوتریخوالي ته زړه نه ښه کوو

کابل ټکی کام عبدالله هاشمي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یوه لیک کې چې د ملګرو ملتونو سر منشي، او د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته یې استولۍ دی راغلي دي، چې ایران هیڅکله نه غواړي له خپلو ګاونډیو ملکونو سره تاوتریخوالۍ پیدا کړي.
دغه لیک د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي د هغه حملې په اړه استولی دی چې په صنعا ښار کې یې د دوی په سفارت برید کړی دی.
پدغه لیک کې، چې نن د جنورۍ په ۹ تاریخ خپور شوی دی، راغلي دي چې ایران نه غواړي له سعودي عربستان سره تاوتریخوالۍ زیات کړي.
دغه تاوتریخوالۍ وروسته له هغه زیات شوی دی، کله چې سعودي عربستان یو شیعه روحاني عالم اعدام کړ، او په خلاف يې په ایران کې سختې مظاهرې او د سعودي سفارت وسوزولو، له مظاهرو سره سم سعودي د ایران ډیپلوماتان له سعودي عربستان څخه وشړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پدې لیک کې په ښکاره ټکو لیکلي دي، چې په ایران کې د سعودي په سفارت او کنسلګرۍ برید غندي او پدې کار کې ښکیل کسانو ته به حتماً د قانون له مخې جزا ورکوي.
همدارنګه پدې لیک کې د یمن په صنعا ښار کې د سعودي د الوتکو په واسطه د ایران په سفارت برید، او د سعودي په رسمي خطبو کې د شیعه مسلمانانو په خلاف تحریک چلول او له ایران سره اقتصادي جنګ ته لمن وهلو باندې انتقاد شوی دی.
ښاغلي ظریف پدې لیک کې زیاته کړې ده چې د ایران ولسمشر په ۱۳۹۲ کې د انتخاباتو له ګټلو سمدلاسه وروسته سعودي عربستان ته عمومي او شخصي لیکونه استولي ترڅو د سیمې د ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.
پدې لیک کې له سعودي عربستان څخه غوښتل شوي دي چې عربستان ته پکار ده، د سیمې د ثبات په خاطر د افراطیانو او تروریستانو ملاتړ ونکړي او همدرانګه د سیمې د امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، ایران هیله ښودلې ده چې سعودي به له دې وروسته مناسبه لاره ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button