مجاهد: په کاپیسا کې د افغان ځواکونو عملیات د ۴۴ عسکرو او د ۲ تنو طالبانو په وژل کېدو له ناکامۍ سره مخ شول

کاب ټکی کام ۱۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ افغانیه سیمې ته د افغان عسکرو یوه قوه په دې موخه تر څو له دغې سیمې څخه طالب جنګیالي وباسي، خو د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه عملیات چې له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې روان وو، تېره ورځ ناوخته د دوی د جنګیالیو له لورې د درندو تلفاتو په لیدلو سره په ناکامۍ پای ته ورسېدل.
د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ادعا وکړه، چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په یاده سیمه کې پیل شوي عملیات په کامیابۍ سره روان دي، د دوی له قوله چې په دغه عملیاتو کې یې لږ تر لږه ۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
مګر ذبیح الله مجاهد د دوی دغه ادعا بې بنسټه بللې ده، او ویلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې ۴۴ افغان عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، او ۲۶ تنه نور ټپیان دي، او ګڼ شمېر ټانګونه او نور نقلیه وسایط یې له منځه وړي دي.
مجاهد همدا راز وویل، چې په دغه جګړه کې د دوی ۲ جنګیالي هم وژل شوي، او ۳ نور ټپیان شوي.
مجاهد د پیغام په پای کې ویلي دي، چې سیمې ته راغلې قوه د تلفاتو په لیدلو سره تښتېدلې ده.
« د وروستیو راپورونو په اساس تیره ورځ ناوخته د دښمن ټوله عملیاتي قوه له سيمې څخه شاګرځ ته اړه شوي ده، عملیات يې پای ته رسولي او تښتيدلي دي.»


