تاسو شیطان پیژنئ ؟؟؟ ( درېمه برخه)

لیکوال ( أبو اقبال کان الله له )
ګرانو لوستونکو ! په دوهمه برخه کښي مو ولوستل چي وسوسه څه شی ده ؟ شیطانان انسانانوته وسوسه په څه کیفیت ور پیداکولای شي ؟ .
ابو الجوزاء د ابن عباس رضی الله عنهم په حواله ددې قول دالله تعالی { الوسواس الخناس } ویلي : چي شیطان لکه ابن العرس ( د غټې مږې په شان دی ) خپله خوله د انسان پر زړه کیږ دي , بیا نو وسوسې ورته القاء کوي ، خو کله چي انسان د الله تعالی ذکر کوي ، نو بیا ورڅخه ایسته شي،کله چي ذکر پرېږ دي بیا ور ته راسي ، نوهمدا وسواس الخناس دی .
کتاب لیکي : چي عیسی علیه السلام خپل پروردګاته خواست وکړ ، چي ده عليه السلام ته په انسان کښي د شیطان د اوسیدو ځای ور وښي ، نو یو نا څاپه ده علیه السلام ته الله تعالی ور ښکاره کړ ، چي دشیطان کافر د مار غوندي سر وو ، د انسان پر زړه یې ایښی وو ، چی کله به بنده د الله تعالی ذکر کاوو ، نو ورڅخه ایسته به شو ، کله چي به هغه ذکر ایله کړ ، نو بیا به ورته راغی ، وسوسې به یې ورته القاء کولې .
ابو القاسم السهیلي له میمون بن مهران د عمر بن عبد العزیز په حواله حکایت کړی ، چي یوه سړي له الله تعالی څخه سوال وکړ ، چي ده ته پخپل ځان کښي د شیطان ځای ور وویني ، نو الله تعالی ده ته خپل جسد ځان د خیښې په شکل جوړ کړ ، خپله دنني لاندينۍ برخه یې ټوله پخپلو سترګو ولیدله ، شیطان علیه اللعنه د چونګښې په شکل دزړه پر مقابل د اوږې له هغه نرمه هډوکې سره ځای نیولی وو ، ده کافر د مچر په شان خرطوم هم لرلو ، دغه خرطوم یې د انسان زړه ته ور داخل کړی وو ، د همدغه خرطوم په مټ انسان ته وسوسې القاء کوي .
سهیلي ویلي : چي د الله تعالى دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مهر نبوة دده صلی الله علیه وسلم د اوږې مبار کې له هغه نرمه هډوکي سره منقوش وو ، نو له همدي کبله رسول الله صلی الله علیه د شیطان کافر له وسوسې څخه معصوم او پاک وو .
سهيلي زیاته کړې ، چي له همدغه ځای شیطان ابن آدم ته وسوسې ور پیدا کولای شي .
يادونه : په تیر و شويو كر ښو کښي شیطان د مار ، چونګښي او غټې مږي په شکلو کښي څرګند شوی دی ، ددې ټولو تطبیق داسي کیدلای شي ، چي شیطان خو نار ي حیوان دی، په مختلفو اشکالو کیدای شي ، په نورو اشکالو هم په ډیره اسانۍ سره کیدلای شي ، په هر صورت چي دده کافر تعبیر وشي هغه صحیح او رښتیادی .
دسنن ابو دؤد سلیمان بن اشعث السجستاني زوی عبدالله دخپل پلار په یو مسند روایت د ابن ابي طلحة رضی الله عنه لیکلې : چي د الله تعالی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به دا دُعا کوله (( اللَّهُمَّ أعمر قلبِي من وساوس ذكرك واطرد عني وساوس الشَّيْطَان)) ، اې الله ! زما زړه ستاد یادولو په فکر آباد کړي ، د شیطان وسوسې زما له زړه څخه وشړې .
شیطان علیه اللعنه که له یوې خوا انسانانوته په زړه کښي وسوسې پیدا کولای شي ، نو له بله پلوه دا کافر دزړه اسرار هم کله کله د انسانانو له زړه څخه بهر خارج ته افشاکوي ، د نموني په ډول لاندنۍ کیسه وړاندي کوو –
کتاب لیکې : چي دعمر رضی الله تعالی عنه په زړه کښي یوه ښځه ور تیره شوه ، خو ددې ښځې اظهار یې هیڅ سړي ته نه دی کړی ، نو یو سړی ورته راغی ورته وویل : چي تا ( عمره ) ! فلانۍ ښځه یاد کړې ده ، هو هغه ډیره ښایسته ، شریفه ښځه ده ، د ډیرې ښې کورنۍ ده ، عمر رضی الله عنه وویل : تاته چا وویل ؟ ، سړي وویل : خلګ وایې ، عمر رضی الله تعالی عنه وویل : قسم په الله ! چي ما ددغه خبرې اظهار هیچاته هم ندی کړی ، نو دا له کومه شوه ؟ ، وروسته یې وویل هو ! اوس پوه شوم چي دا خبره خناس خارج بهر ته ایستلې ده! .
ابوالجوزاء ویلي : چي ما خپله ښځه ده جمعې په ورځ طلاقه کړه ، له ځانه سره مي وویل چي بله راروانه د جمعې روځ به بیرته رجوع ورته کوم ، هیڅ سړی مي پدغه خبره نه دی خبر کړی ، زما ښځې راته وویل : چي تا اراده کړېده ، چي ماته بیر ته مراجعه وکړي ،ما ورته وویل : چي دا داسي شی دی ، چي ما هیڅ سړی ته ددې خبري اظهار ندی کړی ، خو د ابن عباس رضی الله تعالی عنهما قول راته یاد شو ، هغه رضی الله عنه به ویل : چي د یوه سړي وسوسه دبل سړي وسوسه خبروي .
امیر المؤمنین معاویة رضی الله عنه خپل کاتب ته د پټو اسرارو دلیکلو امر وکړ ، کاتب هم ددې پټو اسرارو په لیکنه پیل وکړ ، دلیکنې په دوران کښي مچ د کتاب پر یوه توري را پرې وتلو ، کاتب په قلم باند وواهه دمچ دیوې برخې پښې پرې شوې ، کاتب چي کله بهر ته را ووتلو ، خلګ د قصر له دروازې سره په مخه ورغلو، ورته وویل : چي امیر المؤمنین لیکلې دي چي فلانۍ ، فلانۍ فیصلې دي وکړلې شي ، کاتب وویل چا خبر کړاست ؟ ، دوی وویل : چي یو ګوډ حبشي موږ ته له قصره څخه را ووتلو موږ ته یې ددې خبرو بیا وکړ ، کاتب امیر المؤ منین ته بیر ته راغی ، وویل : چي اې امیر المؤمنینه ! ستاسو لخوا موږ ته حکم وشو ، چي څه پټ اسرار ولیکم ، هغه چي بهر ته را ووتلم ، خلګو په دي ټولواسرارو زه خبر کړم ، معاویة رضی الله عنه وویل : چي دوی چا خبر کړي وو ؟، کاتب وویل : چي دوی خو ماته یو ګوډ حبشي یاد کړ ، چي دوی ته له قصره څخه را ووتل ، دغه بیان يې ورته وکړل ، امیر المؤمنین وویل رښتیاچي قسم په هغه ذات چي زما واک اختیار دهغه په لاس قدرت کښي دی ، دا شیطان دی ، هغه مچ چي تا په قلم وواهه .
امام احمد د سبرة بن ابي فاکهة رضی الله عنه په حواله یو حدیث نقل کړی ، ده ویلي : چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واو ریدل ، ده صلی الله علیه وسلم وویل : چي شیطان ابن آدم ته په څو لارو کښي کښیني ، اول ځل د اسلام راوړلو په لاره کښي ورته کښيني ، ابن آدم ته وایې : چي ته اسلام راوړې ، خپل دین او د آبا و اجدادو دین ایله کوي .
د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم وویل : چي ابن آدم له هغه ظالم څخه بغاوت وکړي ، اسلام قبول یې کړي .
بیا د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم وویل : چي دوهم ځل بیا شیطان ابن آدم ته دهجرت په لاره کښي کښیني ورته وایې چي ته ځې هجرت کوي خپله ځمکه پټی پریږ دي ؟ ، د الله رسول صلی الله علیه وسلم وویل : بني آدم بیا دده کافر له رایه څخه مخالف وکړي مهاجر شي .
وروسته بیا دجهاد په لاره کښي ورته کښيني ، ورته وایې : چي ته جهاد ته ځې، جهاد خو خالي خپل ځان په تکلیف کښي اچول ، د مال خرڅول دي ، ته نور وژني ، نوته به هم ووژل شي ، ښځه به دي بل څوک په نکاح کړي ، مال جایداد به دي میراث ، تقسیم ، وویشل شي ، بیا دالله ګران رسول صلی الله علیه وسلم وویل : بني آدم بیا جهاد ته ولاړ سي، دده کافر له راې بغاوت وکړي .
د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم وویل : که په تاسي کښي څوک دغه تیر کارونه وکړي ، نو پر الله تعالی حق دی، چي داسي څوک جنت ته نني باسي .
کچیري په جنګ کښي شهید کړل شي ، نو بیا پر الله تعالی حق دی، چي جنت ته یې داخل کړي ، کچیري په اوبوکښي غرق شي هم پر الله تعالی حق دی، چي جنت ته یې بوزي ، کچیري خپلي سوارلۍ واچول مړ شي ، هم به الله تعالی دغه کس جنت بوزي .
لومړۍ مرتبه د کفر ، شرک او د الله تعالی ، دهغه دګران رسول صلی الله علیه وسلم دښمني ده ، کچیري شیطان په دغه کارو یعني کفر شرک عداوت کښي پر انسان بری پیداکړ ، نو دده کافر هم زګروی ارام شي ، له ستړیا اوستومانۍ څخه خلاص شي ، ؛ ځکه چي دا اولنۍ قدم دی چي شیطان یې د انسان په وړاندي ږدي او له انسانه دهمدي غوښتني اراده لري .
دویمه مرتبه مرتبه د بدعت دی ؛ ځکه چي دا مرتبه ده کافر ته تر فسق او نورو ټولو معاصي وو محبوبه مرتبه دی ؛ ځکه چي دبدعت اضرار ټوله دین خالص ته متوجه دي ، لکه سفیان النوري وایې چي بدعت ابلیس ته تر معصیت غور دی ؛ ځکه چي معصیت یوه ګناه ده ، په توبه سره یې جبیره کیږي ، بدعت هغه ګناه ده چي په توبه کولوسره یې جبران نه شي کیدلای .
کتاب لیکې : کله چي شیطان په یاد کړل شویو مرتبوکښي بي برخي شي نو بیا درېیمي مرتبې ته ولاړ شي .
درېیمه مرتبه : کبائر ګناهونه دي ، شیطان غواړي چي انسانان په کبیره ګناهونو اخته کړي ، لکه قتل ، غلا ، زنا ، لواطت ، درواغ ، غیبت ، بهتان ، حرام ، خیانت ، ظلم ، دکفارو جاسوسي ، دکفر ملګري …..
ددې کبائرو په اړه بشپړ وضاحت دي دکتاب الکبائر په نامه کتاب کښي وکتل شي .
کله چي دا کافر په دي مرتبه کښي هم عاجزه شي نوبیا څلورمي مرتبې ته انقال کیږي –
څلورمه مرتبه صغائر دي : شیطان کافر چي کله له پورتنیو مرتبو عاجزه شي ، نو بیا دی هم صغائروته را کښته شي ، صغائر داسي ګناهونه دي چي ډیر ځله دا واړه واړه ګناهونه سره جمع شي سړی دوزخ ته ورکوز کړ ، لکه د الله تعالی ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ددې وړو ګناهونو یو ډیر عجیب اونادره تمثیل وړاندي کړی – ده صلی الله علیه وسلم ویلي : چي ځانونه وساتئ له وړو ګناهونو ؛ ځکه چي ددې مثال داسي دی ، لکه یو قوم په دښته کښي واړوي هر یو سړی یو یو لرګی راوړي ، اور ور باندي بل کړي خپل ټول خواړه ورباندي پاخه اوتیار کړي . ( د ټول قوم کفایت په دایوه یوه لرګي وشول ، واړه ګناهونه همداسي دي ، کله چي سره جمع شي نو خپل څښتن د دوزخ اورته ور ټیل وهلای شي ) .
پنځمه مرتبه : شیطان کو ښښ کوي چي انسانان په مباحاتو اخته کړي ، چي نه ثواب لري ، نه عذاب ، بلکې عذاب یې داده چي هغه ثواب چي ددې مباحاتو د شغل له کبله ځیني پاته شول ، بس همدا عذاب دی .
کله چي دی کافر لدينه هم عاجزه شي ، نو بیا شپږ مي مرتبې ته څې –
شپږمه مرتبه : شیطان انسانان په مفضول ( کمزور ) عمل تشویقوي ؛ ددې لپاره چي د افضلو اعمالو ثواب ور څخه پاته شي . فنعوذ بِاللَّه من الشَّيْطَان وَحزبه من الجنة والناس
نور بیا ان شاء الله تعالی



