د ایران د سپاه ویاند: د امریکا د برید په صورت کې به په ټول توان له ځانه دفاع وکړو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، که امریکا پر ایران برید وکړي، ایران به په خپل ټول توان له ځانه دفاع وکړي.
نوموړي ویلي، دا دفاع به د «جبل الفأس» په سیمه او یا د ایران د هېواد په هره بله برخه کې ترسره شي.
محبي زیاته کړې، ایران د خپلو پوځي اقداماتو په اړه له مخکې معلومات نه خپروي او د غبرګون څرنګوالی به په عملي اقداماتو کې څرګند شي.
هغه ویلي، ایران مخکې هم د ۴۰ او ۱۲ ورځنیو جګړو پر مهال خپلې دفاعي وړتیاوې ښودلې دي.



