افغانستان او ترکمنستان د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او ترکمنستان پلاوو په هرات کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر زیاتوالي هوکړه وکړه. په ناسته کې د ټرانسپورټ او ټرانزیټ اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.
د دواړو لورو ترمنځ هوکړه وشوه چې د واټ ټرانسپورټ اړوندو موضوعاتو ته د رسېدنې لپاره ګډ کمېسیون جوړ کړي.
همداراز، د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وشو.



