کابل کې د درېیو برېښنا سبسټېشنونو د پراختیا او ۲۲۰ کیلوولټ مزي غځولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برېښنا شرکت د کابل په کچه د درېیو سبسټېشنونو د پراختیا او د کابل شنو صنایعو پارک څخه د پروان باریکاب تر صنعتي پارک پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د برېښنا شرکت د برنامو رئیس انجنیر سردارولي وايي، دغه پروژې صنعتکارانو او سوداګرو ته د ډاډمنې برېښنا برابرولو لپاره مهم بنسټیز ګام دی. نوموړي زیاته کړې، د کابل ښار د نفوس زیاتوالي او د صنعت د ودې له امله د برېښنا اړتیاوې هم زیاتې شوې دي.
نوموړي ویلي، د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې لپاره د شبکو او سبسټېشنونو د ظرفیت لوړول اړین دي او د دغو پروژو له بشپړېدو سره به اړوندو سیمو او صنعتي برخو ته لا ډاډمنه او دوامداره برېښنا برابره شي.



