صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېرو پنځو کلونو کې افغانستان ته له یو میلیارد ډالرو ډېره بهرنۍ پانګونه شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د چین، ایران، ترکیې، قطر او ازبکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پانګوالو په افغانستان کې له یو میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.
د وزارت په وینا، دغه پانګونې د تېلو او ګازو، برېښنا، کانونو، سمنټو او خوراکي توکو په برخو کې شوې دي چې زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د بهرنۍ پانګونې د لا زیاتېدو لپاره د برېښنا، زیربناوو او نورو اړینو اسانتیاوو برابرول مهم دي.



