عدليې وزارت: بلخ کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» ۲۶۵۷ جریبه ځمکه امارتي وپېژندل شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د عدلیې وزارت وايي، د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» په نوم د ۲۶۵۷.۶ جریبه ځمکې اسناد او مدارک وڅېړل او ټوله ځمکه یې امارتي ملکیت وبلله.
وزارت وايي، یاده ځمکه د مزارشریف ښار د شادیانو دښتې په سیمه کې موقعیت لري او قضیه یې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري، د اړوندو اسنادو له ارزونې وروسته، اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
د محکمې په وینا، د متصرفینو او اړوندو ادارو اسنادو او معلوماتو له دقیقې ارزونې وروسته د ځمکې د امارتي ملکیت پرېکړه شوې ده.



