پنجشېر کې د سرو زرو زېرمې لرونکې پنځه کیلومتره نوې سیمه ثبت او وپېژندل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، د ليندۍ ۸مه)

د پنجشېر د ولایت مقام وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو او متخصصانو پنځه کسیز ټیم د یوې اوونیزې سروې پر مهال د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه کیلومتره هغه سیمه تثبیت کړې، چې د سرو زرو زېرمې لري.

دغه ټیم د پریان د سرو زرو، د آبشار د بېروج او د شتل ولسوالۍ د فیروزې کانونه هم په لومړني ډول سروې کړي دي. د مسوولینو په وینا، د نمونو اخیستلو او تخنیکي ارزونو له بشپړېدو وروسته به د زېرمو د تایید په صورت کې د استخراج زمینه برابره شي.

د پنجشېر د ولایت مقام ویاند سیف‌الدین لتون وايي، اوس مهال د پریان ولسوالۍ په سیمه کې د سرو زرو دودیز استخراج روان دی، چې تر زرو زیاتو ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د نوموړي په خبره، دا مهال د دغه ولایت په کانونو کې څه باندې ۱۵ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي.

مربوطه مطالب

Back to top button