تماس کمېسیون: د پخواني حکومت ۱۴۸۷ چارواکي او شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، د ليندۍ ۸مه)
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د فعالیت له پیله تر اوسه د تېر حکومت ۱۴۸۷ تنه چارواکي او شخصیتونه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ياد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق ویلي، په راستنو شویو کسانو کې پخواني وزیران، معینان، امنیه قوماندانان، د استخباراتو او پوځ جنرالان او د پارلمان پخواني غړي شامل دي.
نوموړی وايي، په راستنو شویو کسانو کې یو شمېر مسلکي او متخصص شخصیتونه هم شته. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت زعیم له بهر مېشتو افغانانو غوښتي وو، چې هېواد ته راستانه شي او په ډاډه زړه خپل ژوند ته دوام ورکړي.



