عدلیې وزارت: په ټول هېواد کې له څلور میلیونه جریبه زیاته امارتي ځمکه بېرته ترلاسه شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، د ليندۍ ۸مه)
د عدلیې وزارت ویاند، قاري برکتالله رسولي وايي، د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او استرداد کمېسیون د فعالیتونو له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې له څلور میلیونه جریبه زیاته امارتي ځمکه تثبیت او بېرته ترلاسه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دغو ځمکو کې سپینې، کرنیزې ځمکې او ښارګوټي شامل دي، چې ډېره برخه یې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هلمند، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې موقعیت لري.
رسولي زیاته کړې، د یادو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو پرېکړې د اسنادو او مدارکو تر څېړنې او د کمېسیون یا اړوندو اختصاصي محکمو له حکم وروسته شوې دي.
نوموړي ویلي، د میلیونونو جریبه نورو ځمکو اسناد هم تر څېړنې لاندې دي او د مالکیت په اړه به یې له څېړنو وروسته پرېکړه وشي.



