سپاه پاسدران: هر ځای څخه چې راباندې برید وشي، هماغه ځای به په نښه کړو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي د ساتونکي ځواک مرستیال قوماندان “کیومرث حیدري” خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د هر ډول برید په صورت کې به تهران د برید اصلي سرچینه په نښه کړي.
حیدري ویلي: « له هر ځای چې پر موږ ډزې وشي، زموږ کار به هماغه ځای سره وي.»
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ دوام لري او د سیمې په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا پوځي حضور د احتمالي نښتو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د سپاه مرستیال زیاته کړې چې د امریکا له خوا د بحرین په ګډون په سیمه کې د پوځي اډو کارول، دغه هېوادونه د ایران د احتمالي غچاخیستونکو بریدونو له خطر سره مخ کوي.
بلخوا، د والسټریټ ژورنال د یوه تازه راپور له مخې، بحرین د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو او د هرمز تنګي د کړکېچ له امله له سخت اقتصادي فشار سره مخ شوی دی.



