روزګان د سقوط په درشل کې دی

کابل ټکی کام ۱۸وږي/۱۳۹۵، راپورتاژ: احمدالله مهاجر
روزګان ولایت چې د هېواد د نا امنه او جګړییزو ولایتونو په قطار کې راځي، طالبان پکې هر وخت په پراخه توګه عملیات ترسره کوي.
نن دریمه ورځ ده، چې طالبانو د دغه ولایت د مرکز د نیولو په موخه عملیات روان کړي دي، چې دا مهال د ولایت مرکز، ترېنکوټ ته رسېدلي او په امنیه قومندانۍ، مرکزي ودانۍ او د استخباراتو پر مرکز باندې یې ځپونکي او تهجمي بریدونه پیل کړي دي.
په روزګان ولایت کې د طالبانو درندې جګړې د دې ښکارندویې دي، چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به دغه ولایت خپل کړي.
د روزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي: که مرسته ونه شي، نو دغه ولایت به سقوط وکړي.
دوی تأییدوي چې جګړه دا مهال پر امنیه قومندانۍ پیل شوې ده او وايي چې د مرستې د نشتوالي او د پولیسو د نه مقاومت له کبله به دغه ولایت ډېر ژر د طالبانو لاسته ولویږي.
دوی وایي، طالبان هڅه کوي، چې امنیه قومندانۍ، هوايي ډګر او د ولایت مقام ونیسي.
د چارواکو له قوله، دغه جګړه له درو ورځو راهیسې کم شمېر وسله والو روانه کړې ده.
دا چې په دغه ولایت کې طالب وسله والو بریدونو ته زور ورکړی وو، د مخنیوي لپاره یې له کندهار ولایت څخه مرستندویه سرتیري ورغلي وو، خو مخه یې ونه شوای نیولی.
ځايي سرچینو ویلي دي، په ترېنکوټ کې حالات ترینګلي دي او په دولتي مامورینو کې د دغه ولایت د سقوط وېره خوره شوې، چې د ځان د حفاظت لپاره ټول کندهار ته تللي دي.
یو شمېر راپورونه وايي چې د روزګان مرکز اړوند د پولیسو د یوې قرارګاه قومندان اکبر جان د خپلو څلوېښتو ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ طالبانو د کابل ادارې ټولو کارمندانانو او په ځانګړې توګه د روزګان ولایت دولتي کارکوونکو ته اعلامیه خپره کړه، که تسلیمیږئ، نو زمونږ سره رابطه ونیسئ.
له بلې خوا د روزګان امنیه قومندان جنرال ویس صمیمي وایي، چې پولیسو ګڼې پوستې طالبانو ته پرته له کوم مقاومت څخه پريښي دي.
نوموړي وویل:
«په داسې حال کې چې له لاسه وتلو پوستو بشپړ اکمالات درلودل، خو بیا هم له مقاومت پرته ګڼې پوستې طالبانو ته پرېښودل شوي دي.»
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په روزګان کې د امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره نور تازه دمي ځواکونه تللي دي او همدا راز د هوا له لارې ورسره امریکایي ځواکونه هم ملتیا کوي.
خو نن طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، چې مخه نیول یې یوه ستره ستونزه ده.
د نورو مالوماتو لپاره کابل ټکی کام څارئ!


