طالبان وایي، د تسلیم شویو کسانو سره به پر خپله ژمنه وفا وکړي

کابل ټکی کام ۱۸وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ طالبانو د کابل ادارې کارمندانانو او په ځانګړې توګه د روزګان ولایت دولتي کارمندانانو ته خبر ورکړ، چې د تسلیمېدو په صورت کې به یې دوی وبښي او د دوی له خوا به ورته هېڅ زیان ونه رسیږي.
نن په دغه ولایت کې د درندې جګړې پر مهال، ګڼو دولتي کارمندانانو د خپل ژوند د مخنیوي لپاره د طالبانو سره اړیکه ونیوله او ورته تسلیم شول.
طالبانو دوی ته د حفاظت د تسلي ورکولو لپاره اعلامیه خپره کړې ده، چې له خپلو جنګیالیو او ملکي وګړو څخه یې غوښتنه کړې، تر څو د تسلیم شویو کسانو پوره حفاظت وکړي او سر، مال، عزت او ابرو یې په امن کې شي.
«الحمدلله د الله (جلّ جلاله) په نصرت د ارزګان ولایت د غیورو مجاهدینو د قربانیو په نتیجه کې د ارزګان ولایت د فتحي په درشل کي دی؛ نو باید ټول مسئولین، مجاهدین اوعام مسلمانان دي ته جدي توجه وکړۍ، کوم کسان چې له مزدورې ادارې راجلا او له اسلامي امارت سره یوځای شوي دي، د دغوکسانو پوره حفاظت وکړي چې څوک هیڅ ډول ضرر ورته ونه رسوي، یا د انتقام اخیستلو اقدام ونه کړي، ځکه تیره ورځ داسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د عمومي ریاست لخوا د عمومي عفوې اعلامیه خپره شوه، چې دراوتلیو کسانو سر، مال، عزت او ابرو به په امن کې وي، که څوک د انتقام اخیستلو اقدام وکړي، دابه د شوې وعدې د ماتولو اوغدر په معنی وي اوداسې عمل په اسلام کې ممنوع او دالهي نصرت دقطعې او دمجاهدینو لپاره دناکامۍ سبب ګرځي، باید په لوی لاس د ناکامۍ عوامل ایجاد نه کړو.»
طالبانو تسلیم شویو کسانو ته خبر ورکړی، که د چا له خوا متضرره شي، نو د دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو ادارې سره دې په لاندینیو شمېرو اړیکه ونیسي.
۰۷۷۲۹۵۲۸۰۴
۰۷۹۴۷۱۷۹۴۶


