حامدکرزی: طالبان افغانان دي او حق لري چې د هیواد مخلتفې سیمې په واک کې ولري

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۶) زرغون خوږیاڼی

پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي، چې طالبان یو افغاني ځواک دی او حق لري چې د هیواد مختلفې سیمې په واک کې ولري.

کرزي وويل، چې زما د ولسمشرۍ پر وخت او اوس هم زه د خارجي او داخلي ځواکونو د هوايي عملیاتو سخت مخالف یم، اګر که طالبان د هیواد یو یا څو ولایتونه هم ونیسي، زه په هیڅ صورت کې د افغانستان په خاوره د خارجي قواو د بمبارونو پلوی نه یم.

حامد کرزي د بي بي سي سره په مرکه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان افغانان دي، نو چې افغانان دي یو افغاني ځواک راځي او د افغانستان یوه برخه نیسي، مونږ هم افغانان یو ، وروسته له دې چې مونږ د هیواد یوه برخه اشغالوو نو مونږ بیا څه حق لرو؟ او یو افغان بل افغان ته څنګه د هیواد د یوې برخې د نیولو اجازه نه ورکوي؟

پخواني ولسمشر کرزي زیاته کړه، هیواد په یو ډول داخلي جګړه ګیر دی، طالبان د افغانانو په مشرۍ یو ځواک دی او مونږ په خپل منځ کې سره په جګړه غورځول شوي یو.

پخوانی ولسمشر زیاتوي، چې د افغانستا جګړه د خارجي قوتونو پر مټ په مخ ځي او دې جګړې ته ادامه ورکوي.

نوموړي وویل، طالبان پلي راځي، نو مونږ ولې په امریکايي الوتکو کې ورشو او هغوی نه سیمې ونیسو؟  د شوروي له راتګ څخه تر اوسه پورې افغان پوځونه د پردیو په ګټه د افغانستان او زمونږ د خلکو په ضد جګړه کوي.

ده د ګد حکومت دمشرعیت لپاره د لویې جرګې رابلل وغوښتل، که لویه جرګه راونه بلل شي د ګډ حکومت د مشروعیت موده پای ته رسیدلې ده.

د سیاسي شنونکو په اند د کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د ناټو او امریکايي ځواکونو په عملیاتو او هوايي بمباریو کې د هیواد په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي، هغه وخت یې دا ډول څرګندونې چې ((طالبان افغانان دي او باید د هیواد یوه برخه په واک ولري)) ولې نه کولې؟ او بیا نن دا خبرې د هیواد د حالاتو په کوم توپیر سره کوي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button