دلمونځ مسایل ( دوه ویشتمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

نجاست په څو ډوله دى

پوښتنه : نجاست يعنې پليتي په څو ډوله دی؟

ځواب : نجاست يعنې پليتي په دوه ډوله دی، يوه حقيقي او بله سري حکمي.

نجاست حقيقي څه ته وايي

پوښتنه : نجاست حقيقي څه ته وايي.

ځواب : هغه پليتي چې په سترګو ليدل کيږي حقيقي پليتي بلل کيږي، لکه متيازې ( وړې بولی) غټې بولی، وينه او شراب.

ارکان څه ته وايي

پوښتنه : ارکان څه ته وايي؟

ځواب : په لمانځه کې دننه فرضو ته ارکان ويل کيږي ([1]).

حکمي نجاست څه ته وايي

پوښتنه : حکمي نجاست څه ته وايي؟

ځواب : هغه پليتي چې په سترګو نه ليدل کيږي خو شريعت ورباندې د پليتي حکم کړی وي، لکه بې اودسه کيدل او د غسل اوښتل.

د لمانځه لپاره له کوم نجاست نه د ځان پاکيدل شرط دي

پوښتنه : د لمانځه لپاره له کومې پليتي څخه د بدن پاکيدل شرط دي؟

ځواب : له دواړه ډوله نجاست څخه د بدن پاکوالی ضروري دی.

د حکمي نجاست ډولونه

پوښتنه : د حکمي نجاست څو قسمونه دي؟

ځواب : دوه قسمونه يې دي، يوه وړه حکمي پليتي چې حدث اصغر ورته ويل کيږي او بله لويه حکمي پليتي چې حدث اکبر او جنابت ورته ويل کيږي.

په لمانځه کې څو فرض دي

پوښتنه : په لمانځه کې دننه څو فرض دي؟

ځواب : شپږ دي.

(۱) تکبير تحريمه.

(۲) قيام (ولاړه).

(۳) قرئت.

(۴) رکوع.

(۵) دواړه سجدې.

(۶) اخيره قاعده، يعنې د لمانځه په اخير کې د التحيات په اندازه کيناستل، خو تکبير تحريمه شرط دی رکن نه دی ([2]).

له حکمي نجاست نه د بدن د پاکولو طريقه

پوښتنه : له وړې حکمي پليتي څخه د بدن پاکولو طريقه څه ده؟

ځواب : له وړې حکمي پليتي څخه بدن په اوداسه سره پاکيږي.

د لمانځه د دويم سرط بيان

همدا ډول د لمونځ کونکي جامه له حقيقي نجاست نه پاکه پکار ده.

د جامو پاکولو مطلب

پوښتنه : د جامو پاکولو مطلب څه دی؟

ځواب : مطلب يې دا دی که د لمونځ کونکي په جامه نجاست غليظه د يوې روپۍ په اندازه يا له دې څخه زياته اندازه او يا نجاست خفيفه د کپړې د څلورمې برخې په اندازه يا له دې څخه په زياته اندازه لګيدلی وي نو په دا رنګه جامو کې يې لمونځ نه کيږي، که چيرته دغه دواړه نجاستونه له خپل مقدار څخه کم وي بيا يې لمونځ کيږي خو سره له کراهيته.

تکبير تحريمه رکن نه دى شرط دى

([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٧.

([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٧.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button