د پارلمان وکيلان: د امريکايانو شتون به افغانستان د نړيوالو د رقابت په ډګر بدل کړي

د پارلمان يو شمېر وکيلانو له افغان پوځ سره د امريکايانو د ژمنو پر نه عملي کېدو په سخته نيوکه کې ويلي دي، چې په افغانستان کې د امريکايانو پاتې کېدل د دې هېواد امنيت ته هيڅ ګټه نه لري.

د ولسي جرګې يادو غړو ګواښ کړی که سم مديريت ترسره نه شي، د امريکايانو شتون به افغانستان د نړۍ د نظامي ځواکونو د رقابت په ډګر بدل کړي.

نږدې اونۍ وړاندې امريکا وويل، چې له ۲۰۱۵ز وروسته به هم په افغانستان کې ۵ نيم زره پوځيان پرېږدي.

سره له دې چې امريکا وایي دغه پوځيان د افغان ځواکونو روزنې ته پرېږدي، خو د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې امريکا چې په سوريه او اوکراين کې د روسيې په وړاندې ماته وخوړه، اوس غواړي په افغانستان کې ورسره زور وازمويي.

روسيه په دې وروستيو وختو کې په افغانستان کې د داعش مسئلې ته هوا ورکوي او ټولې اسيا ته يې ګواښ بولي.

د پارلمان يوه غړي فرهاد صديقي په دې اړه وويل: «د افغانستان لپاره د امريکايانو او برتانويانو له شتونه نه شتون غوره دی، ځکه د هغوی له شتون سره هم امنيتي حالت غوره‌والی ونه موند».

صديقي زياته کړه، هر کله چې امريکا او نړيواله ټولنه له ژمنې سره سم زموږ د ځواکونو مرسته نه کوي او تجهيزات نه ورکوي، د دوی شتون دلته هيڅ اغېز نه لري.

د پارلمان بل غړی خليل احمد شهيدزاده وايي: «امريکا او ناټو په امنيتي تړون کې شويو ژمنو ته ژمن نه دي، يوازې په تنخوا ورکولو هيڅ نه کېږي، څو په افغانستان کې خراب امنيتي حالات مهار نه کړي».

هغه زياته کړه، دولتي ځواکونو په دغو تجهيزاتو او وسلو ولسوالۍ او ولايتونه نه شي ساتلی.

د ولسي جرګې غړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې افغانستان په دې وروستيو کې په امريکا سربېره له روسيې هم د نظامي مرستې غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د روسيې سفير د دې خبرې پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې حاضر دی، د افغان امنيتي ځواکونو مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button