د هرات د ګمرک څلور تنه کارکوونکي تښتول شوي دي

د هرات د والي وياند احسان الله حيات رسنيو ته ويلي دي، چې د دې ولايت د ګمرک څلور تنه کار کوونکي تښتول شوي دي.

نوموړي زياته کړې ده، چې دغه کار کوونکي تېره ورځ د اسلام قلعه او هرات ښار پر لويه لار تښتول شوي دي.

د هغه په وینا تر دې دمه د دې تښتونې انګېزه څرګنده نه ده او هيڅ ډلې تر دې دمه د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخستې.

ښاغلي حيات ويلي دي، چې امنتي ځواکونو او قومي مشرانو د دې کسانو د موندلو او خوشې کولو لپاره هڅې پېل کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button