د خوست نادرشاه کوټ مرکز او په ګڼو پوستو طالبانو بريدونه پیل کړي

 (کابل ټکی کام :سه شنبه ،لړم ۱۲ ،۹۴ ۱۳ل)

د خوست ولایت نه په تازه را رسېدلي خبر کې راغلي، نن سهار مهال د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، ورسره نږدې هوايي ډګر، ټولې امنيتي پوستې، ورته څيرمه د مکتب په نامه پوسته، د سنځلۍ پوسته او د شمبوات په پوسته باندې طالبانو پراخ بريدونه پیل کړي دي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې افغان ځواکونو ته يي درانه زیانونه اړولي،  امنيتي چارواکي يي له سختې وارخطايی سره مخ کړي دي، د تېښې په حال کې دي، شاو خوا اکمالاتي لارې يي پرې تړلي دي او ددوي ملګري د پرمختګ په حال کې دي او خپلو بريدونو ته يي زور ورکړی .

د نښتې نور جزئیات به وروسته په لیکه شي .

محمد سمیع سعادت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button