غورکې د معارف یو چارواکي دوه نيم ميلیونه افغانۍ تښتولي دي

 (کابل ټکی کام :سه شنبه ،لړم ۱۲ ،۹۴ ۱۳ل)

غور لایت نه مو خبر ترلاسه کړ چې، د یاد ولایت اړوند  د تعليم او تربیې یوتن کار کونکي څه د پاسه دوه نیم ميلیونه افغانۍ تښتولي دي .

د غور ولایت شورا رئیس فضل الحق احسان رسنیو ته ويلي دي چې، خداي داد ابراهيم زی چې د دغه ولایت د معارف مالي امر وه د تېرې پنجشنبې په ورځ له دونيم ميليونه افغانيو سره نامعلومه ځای ته تښتېدلی دی .

دغه پېښه د غور د معارف ریاست هم تائید کړې، زیاته کړې يي ده چې ابراهيم زی د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی ۲۶ لکه ۲۶۰ زره افغانۍ چې د معلمينو معاشونه وه له ځانه سره وړي دي .

د یاد ولایت د معارف رئیس صبغت الله اکبري وايي چې نوموړی له درې کالو راهيسې د یاد ولایت د معارف مالي امر وه .

خویو شمېر د غور اوسیدونکي وايي چې، تښتول شوې افغانۍ له ۲۶ لکو څخه زیاتې دي .

د یادونې وړ ده چې د غور ولایت ویاند عبدالحي خطیبي د پېښې له تائید سره سم  ويلي دي چې پلټنې مو پیل کړي  دي تمه ده چې ابراهيم زی ژر تر ژره ونيسو.

حماس افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button