ګډحکومت له امریکا سره بل ستراتیژیک تړون امضا کوي.

 

د راپورونو په اساس ټاکل شوې ده راتلونکو څو اونیو کې افغان دولت او امریکایي لوری د یو ګډ سند په لاسلیک سره سره  سلا شي.

چارواکي وایي تړون د جمهور رئیس غني په غوښتنه لاسلیک کیږي

د کورنیو چارو  وزارت د پالیسۍ جوړنې  مرستیال پاسوال مسعود احمد عزیزي له امریکا سره د لاس لیک کیدونکي سند په اړه یې یوې غونډې ته وینا کوله وویل

‹‹یاد سند  د امنیت، سولې، ښې حکومت ولۍ او اقتصادي برخو کې په راتلوونکي اونیو کې د ولسمشر په لارښوونه او د امنیت شورا په منظورۍ له امریکا سره لاسلیک کیږي››

 

ویل کیږي یاد سند د جان مکین په خاصه غوښتنه چې پدې وروستیو کې یې له افغان چارواکو کړې وه لاسلیک کیږي

 

اوسمهال امریکا او افغانستان ګډستراتیژیک او امنیتي تړون لري چې له مخې یې امریکا په افغانستان کې په ۹ سترو اډو کې پراخ پوځي حضور لري.

همداراز امریکایانو ته د قضایي مصؤنیت سربیره یو لړ نور امتیازات هم ورکړل شوي.

 

د شنونکو په باور امریکا غواړي ځانته پوځي مشروعیت له هرې لارې ولټوي تر څو دسیمې هیوادونه په ځانګړي ډول روسیه او چین ورته کوم ګواښ جوړ نکړي.

 

نوی سند داسې مهال لاسلیک کیږي چې ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو کې د امریکایي پوځیانو لپاره ۶۰۰ زغروال ټانګونه افغانستان ته ولیږدول شي.

چې ورسره به د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې اضافي امریکایي عسکر هم دې هیواد ته ورسیږي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button