پلچرخي او باګرام کې زندانيان تر شکنجو لاندې وژل شوي

راپورتاژ: الماس خدرخېل—–
تېره ورځ وسله الو طالبانو ادعا وکړه، چې د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې له زندانيانو سره د پوليسو او امنيتي ادارو له لوري ناوړه او بد چلند کېږي، چې له امله يې يو شمير بنديان د مرګ تر بريده رسېدلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې که څه هم له بنديانو سره بد چلند له تېرو پنځلسو کلونو راپديخوا روان دی، خو په دې وروستيو کې د پوليسو او امنيتي ادارو له لوري بنديانو سره (ناوړه چلند، ظلم، وحشت او غير انساني کړنې) لا زياتې شوي چې زندانيان يې له سختو کړاوونو سره مخ کړي دي.
تازه د ولسي جرګې يو شمير غړو هم د افغانستان په پلچرخي او باګرام زندان کې له بنديانو سره د روان بد چلند په اړه نيوکې کړې او ويلي يې دي چې څلور تنه زندانيان د سختو وهلو او شکنجو لاندې وژل شوي دي.
د ولسي جرګې غړي عبيدالله بارکزي د جرګې په ننۍ غونډه کې ادعا وکړه چې په زندانونو کې د امنیتی ادارو له خوا د سختو وهلو او له امله څلور تنه زندانيان وژل شوي دي.
نوموړي وويل، چې په نږدې ورځو کې ورته د څلورو زندانيانو د وژلو خبر ورکړل شوی، چې د امنيتي ادارو له خوا د شکنجو لاندې وژل شوي دي.
تر اوسه پورې چارواکو د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو د شمير په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو ويل کېږي چې د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې له ديرش زره څخه زيات بنديان ساتل کېږي چې ډیری يې وسله وال طالبان او يا هم د دوی په تور نيول شوي کسان دي.
په عين حال کې د ولسي جرګې يو بل غړی الله ګل مجاهد وايي، چې په زندانونو کې هغه بنديان هم ساتل کېږي چې د بند موده يې پوره شوې خو د څو کلونو په تېريدو د ولسمشر د فرمان په تمه لا هم زندان کې پراته وي.
نوموړی وايي، د هر بندي د بند موده چې د محکمې د پريکړې پر اساس پوره شوې وي د ولسمشر له فرمان پرته نه ازادېږي، نو د درې ګونو محکمو پريکړه څه معنی لري؟
د يادې جرګې غړي وايي، چې د پلچرخي او باګرام د زندانيانو د ستونزو د څېړنې او هواري په هدف دې یو پلاوی یادو زندانونو ته واستول شي.
څه موده وړاندې د بشري حقونو خپلواک کميسيون هم ويلي و، چې افغان پوليس، د استخباراتو او پوځ پرسونل له توقيف شويو او بنديانو سره ناوړه چلند کوي.
د دغه کميسيون مشرې سيما ثمر چې هم مهاله د شکنجې د منعې کولو کميسيون مشري هم په غاړه لري د اپرېل په ۲۴مه رسنیو ته وویل، ډېرې دغه ربړونې او ناسم چلند د توقیف او څېړنې پرمهال رامنځته کيږي، چې په دې کې وهل ډبول، د خوب مخنیوی، په سړه هوا کې ساتل، د سړو اوبو اچول، برېښنایي ټکان، پر تناسلي الې ضربه وهل او د لاس پر ورغوي او پښو په لرګیو وهل پکې شامل دي.
ویل کېږي چې د افغانستان استخباراتي اداره له تورنو بندیانو د وهلو په زور اعتراف اخلي.
په تېرو کلونو کې هم په زندانونو کې شکنجه د افغان حکومت په لمن تور داغ بلل شوی چې د نړيوالو او يو شمير بشري ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوي، خو لا هم د بنديانو د ستونزو په کمولو کې کوم پرمختګ نه ليدل کېږي.


