حکومت نور د جګړې توان نه لري

تبصره

په هېواد کې یو ځل بیا د حکومت پر امنیتي مرکزونو د طالب وسله والو بریدونه زور واخیست. په تېرو ورځو کې په غزني او پکتیا کې مرګوني بریدونه او اوس د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو مرګونی برید وشو.

په کندهار میوند ولسوالۍ کې پر امنیتی پوځونو د طالبانو ډله ییز برید او یا له دې دمخه په پکتیا کې پر امنیه قوماندانۍ مرګونی برید خو دا ښیي چې حکومت نور د یوه وسله وال طالب په مقابل کې هم د جګړې توان نه لري، ځکه خو طالبانو ډله ییز بریدونه زیات کړل.

په پکتیا کې پر امنیه قوماندانۍ مرګونی برید او پکې تر اتیا امنیتی پوځونو وژل، یا د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتی پوځونو پر مرکز برید څه اسانه خبره نه ده چې هر څوک او یا هر وسله وال دې ترسره کړي.

دفاع وزارت منلې چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو پر چشمو کمپ طالب وسله والو ډله ییز برید کړی چې له امله یې ۴۳ افغان ځواکونه وژل شوي، ۹ ټپیان دي او شپږ یې نادرکه دي.

که حکومت نور هم د امریکا په نوې او زړه ستراتیژۍ باور کوي چې امنیتی پوځونه به یې د طالب وسله والو له بریدونو وژغوري، نو دا به یې بله سخته تېروتنه وي. ځکه تر اوسه پورې بهرنیو  ځواکونو، سره له ټول قوته افغان ځواکونه د طالب وسله والو له ډله ییزو بریدونو ونه ژغورلای شول.

دمخه به د حکومتي ځواکونو په اړه ویل کېدل چې ترمنځ یې همغږي نه شته، اوس خو یې تر منځ اړیکې هم له منځه تللي دي. چې پر یوه ولسوالۍ برید روان وي، په اونیو اونیو محاصره وي، بله ولسوالي یې د مرستې غوښتنې ته ځواب هم نه وايي. ځکه خو طالب وسله والو پر ولسوالۍ له برید او مرګ ژوبلې وروسته امنیتي پوځونه له ځان سره ژوندي هم روان کړي.

که پر ولسواليو او امنیتي مرکزونو د طالبانو بریدونه نور هم دوام وکړي، موجوده حکومت به لسګونه ولسوالۍ د امنیتي پوځونو په وژلو له لاسه ورکړي او امنیتي پوځونه به هم نوره جګړه ونه کړي، ځکه اوس ټول پوه شوي دي چې حکومت نور د جګړې توان نه لري.