جانان خدرخېل
مثبت:
سږ کال د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره تر نورو کلونو مختلفه وه، تر ټولو مثبت ټکی یې دا و چې په څۀ کم شپږ لسیزې تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره دومره ډېر خلک راغونډ شوي و، بل دا چې د ا. په وخت تر اوسه دومره زیات کسان نۀ و راټول شوي چې دا خپله یو هیله بښونکی او مثبت ټکی دی، ښه خبره دا هم وه چې په ازاده او امن فضا کې دا هر څۀ تر سره شول، د خلکو ګڼه ګوڼه، د مسولینو همغږي او هماهنګي، د هغوی اخلاص او غونډې ته ولسي رنګ ورکول دا ټول مثبت شیان دي، د وزارت د کسانو لنډې او مختصرې ویناوې هم د ستایلو دي، له کوزې پښتونخوا د شاعرانو راتګ او دلته مینه ورکول یو بل مثبت ګام و.
منفي:
انانسري بېخي کمزورې وه کمزورې څۀ چې داسې انانسري هیڅ مناسبه نۀ وه، سټېج هم مناسب نۀ و ځکه دوی د تلوېزیون نشر ته چمتو کړی و خو د مشاعرې سټېج باید تر دې ښکلی وي، د ځانګړو مېلمنو چوکۍ نۀ وې، ګڼه ګوڼه زیاته او کنټرول کم و، د مشاعرې په جریان کې خلک تلل راتلل او د خوښې شاعرانو سره یې عکسونه اخیستل چې دې کار ټول نظم خراب کړی و، د چکچکو داد او شپېلکونو شور دومره و چې له شاعره یې لار ورکوله، امنیتي کسان کم و او هغه هم داسې چې فکر کېدۀ د کیمرو شوقیان دي ځکه یوازې هملته تاوېدل را تاوېدل، د ساونډ او لایټینګ سیستم بېخي خراب و، سټېج ته د ورتلونکو کسانو لپاره هیڅ لاره نۀ وه، تمثیل بېخي نه و او طنز هم کمزوری و.
نظر او سپارښتنه:
لومړی خو دا چې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره له نومه ښکاري چې دوه شیان دي (مېله او مشاعره) راتلونکي کې باید په دوه برخو ووېشل شي؛ له ماسپښین تر ماښامه دې مېله شي په هغه کې نندارتون، د فایټ سیالي، تمثیل، ازاده خو غیر رسنیزه مشاعره او د ځوانانو تر منځ د تعرف، ناستې او مجلس انتظام باید برابر شي.
دویمه برخه دې له ماښام تر سهاره چې هر څومره وخت وي د نارنج ګل کلنۍ مشاعره، ترنم، تمثیل او د حکومت خاص پیغام ته ځانګړې شي، دا که ثبت یا لایف وي نشر دې شي، خو د شعر او ترنم برخې دې بېلې وي، لومړی مشاعره بیا ترنم یا بالعکس، هر څوک به خپل ذوق پالي، خو دا باید دومره ګڼه ګوڼه ونلري چې نظم او کنټرول یې له لاسه ووځي، ځانګړي مېلمانۀ دې د سټېج یوې او مشران مسؤلین دې بلې خوا ته کېنول شي، د دوی د ناسې ځای او سټېج باید تر لیدونکو یو څه لوړ وي، انانسران دې دوه درې دانې داسې تکړه کسان وي چې هغه مهارت ولري او غونډه یوازې پخپلو خبرو هم کنټرول کړای شي، انانسر باید له یوه یا دوه بیته زیات شعر ونۀ وایي، د شاعرانو شعرونه دې یوه اوونۍ وړاندې اطلاعات وفرهنګ ټول کړي هغه دې چاپ کړي او هر شاعر چې راغوښتل کېږي د هغه شعر باید تیار د سټېج پر سر په کاغذ لیکلی پروت وي، داسې به وخت هم نه خرابېږي او دماغ هم، په سټېج د یونیفورم والا کسان یا ماشومان باید پرېنښودل شي، مشاعره باید د امنیتي کسانو تر څنګ ځانګړي کنټرول کوونکي کسان ولري چې امنیتي کسانو سره همغږي او همکار وي، د هغوی په غاړو کې دې ځانګړي کارتونه وي، د خواک او څښاک پلورونکي دې د فرهنګ ریاست لخوا د غونډې ځای ته راوستل کېږي تر څو په دوی د باور له مخې امن هم اخلال نشي او څۀ چې پلوري یو څۀ برخه دې یې فرهنګ ریاست ته لاړه شي، ځکه د دوی وزارت غریب دی او بودیجه یې کمه ده، د فرهنګ ریاست دې د مشاعرې له نېټې یوه میاشت وړاندې د ننګرهار خاص او د هېواد ځینې لیکوالان او شاعران راټول کړي او هغوی سره دې مشوره وکړي، خو غونډه باید حتماً د حمل میاشت کې وي چې نارنج تازه ګل سپړلی او جلالکوټ خوشبویه وي، البته له مشاعرې باید ولسي رنګ و نۀ تروړل شي، شاعر دې پرېښودل شي چې د شعر په خوږه ژبه نرم انتقاد او د ولس غوښتنې تر چارواکو ورسوي، هو هغه برخې دې سانسور شي چې اخلاقي پولې یې نړولي وي او یا زموږ له ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي، هر کال باید مشاعره کې د پوهنتون یو تکړه استاد شاعرانو او لیکوالانو ته یو لنډ لیکچر ورکړي تر څو هغوی راتلونکي کې خپل شعر لا قوي او ښۀ کړي.
او…
#یادونه
دلته قضاوت یوازې د شپې په مشاعره شوی دی ځکه د ورځې زۀ نه وم.
#نوټ
دا لیکل مې د فرهنګ ریاست ته خاص هم لېږلی شول، خو دلته مې ځکه شریک کړل چې نور یې هم وګوري او تبصره کې خپلې مشورې یا زما په مشوره نیوکه شریکه کړي تر څو یې ګټه لا زیاته شي.
درنښت