ضمير کابلوف: ناپېژانده چورلکې افغانستان ته داعش جنګيالي لېږدوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۱) د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر پوټين استازي ضمير کابلوب يو ځل بيا اندېښنه څرګنده کړې، چې نا معلومې چورلکې د افغانستان ځينو سيمو ته داعش جنګيالي انتقالوي.

د اريانيوز د راپور له مخې، کابلوف په دغې چاره کې امریکا او ناټو تورن کړي چې د جنګياليو په انتقالولو کې مرسته کوي او زياته کړې يې ده چې “وسله وال او د هغوی وسلې د ناپېژاندو چورلکو له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي، دا چې امریکا او ناټو د دغې هېواد هوايي حريم په واک کې لري، له دې معلومېږي چې هغوی يې په انتقالولو کې لاس لري او يا هم مخنيوی يې نه کوي.”

دا په داسې حا ل کې ده، چې په دې وروستيو کې د ايران مذهبي مشر ايت الله علی خامنه ای هم، امریکا تورنه کړې چې افغانستان ته د داعش وسله والو په انتقالولو کې لاس لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې افغانستان کې داعش وسله والو ته د روسيې له لوري دغه ډول څرګندونې کېږي بلکې تر دې مخکې يې هم ويلي و چې دوی له متحده ايالاتو او ناټو سره د داعش جنګياليو د انتقالولو مسله شريکه کړې، خو هغوی يې په اړه لا ځواب نه دی ويلی.

تر دې وړاندې هم، د ولسي جرګې يو شمير غړو په افغانستان کې د نامعلومه چورلکو له لوري د داعش وسله والو د انتقالولو او هغوی ته د وسلو رسولو راپورونه ورکړي و.

د شنونکو په باور، د ناټو او امریکايي ځواکونو په موجوديت کې د داعش وسله والو راپيدا کېدل او هغوی ته په لوی لاس د ځينو سيمو لاندې کولو ته موقع ورکول، د هغوی پرضد پر جنګېدونکو طالبانو او پاڅونوالو بريدونه، شپني عمليات، په غير مستقيمه توګه داعش ته زمينه برابروي چې په سيمه کې نفوذ وکړي او ځينې ځايونه تر واک لاندې کړي.

دوی زياتوي، که د روسيې دغه ادعا ناسمه وي بايد حکومت، ناټو ځواکونه او امریکايان ترې شواهد وغواړي او قناعت ورکړي او که نه وي پر يادو ادعاوو چوپه خوله پاتې کېدل ډېر کله د اعتراف په معنا وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button