د امریکا په هوايي برید کې د داعش ډلې مالي مشر «ابو صلاح» وژل شوی دی

کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
امریکايي پوځ ادعاء کړې ده چې په یوه هوايي برید کې یې د داعش ډلې مشر مالي مشر موفق مصطفی محمد چې په ابو صلاح سره یې شهرت درلود وژل شوی دی.
د امریکايي پوځ د ویاند له قوله چې د ابو صلاح سره دوه تنه نور د داعش ډلې لوړ پوړي چارواکي هم وژل شوي دي.
د امریکا ایتلافي ځواکونه له تېر کال څخه په عراق او سوریه کې د داعش ډلې پر مرکزونو باندې هوايي بریدونه کوي.
د داعش ډلې یاد درې تنه لوړ پوړي چارواکي په تېرو څو اونیو کې وژل شوي دي.
د امریکایي پوځیانو ویاند نور مالومات نه دي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي دي چې ابو صلاح د داعش ډلې په مالي برخه کې یو تجربه درلودونکی غړی وو.
د امریکا ویاند له ابو صلاح سره دوه تنه نور نیول شوي کسان (ابو مریم) د داعش ډلې لپاره د پیسو د پیدا کولو مسئول ګڼلی دی، او (ابو وقمن تونسي) د داعش ډلې لیکو ته یې خلک او وسلي همغږي کوله.


