د یوې بهرنۍ مېرمنې په سرتیري برید کې ۳تنه بهرني ماشومان او د ملي امنیت یو کار کوونکی وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرها ولایت سیمه ییزو مسئولینو رسنیو ته ویلي دي چې په جلال آباد ښار کې یوې بهرنۍ مېرمنې له خوا سرتیری برید شوی دی چې له امله یې ۴تنه بهرنیان او ۱تن د ملي امنیت کارکوونکی وژل شوی دی.
له بلې خوا د ننګرهار والي ښاغلي عطاالله خوږیاني وايي چې وړمه شپه شاوخوا ۱۰بجې د د امنیتي ځواکونو له خوا ۹تنه بهرنيان ونیول شول چې پکې یوه مېرمن او درې ماشومان هم وو.
د خوږیاني له قوله چې د دوی څخه د تحقیقاتو د ترلاسه کولو لپاره د ملي امنیت ریاست ته بوتلل شول، نو یادې بهرنۍ سره چاودېدونکي مواد وو او چاودنه یې ورکړه، چې له امله یې یاده مېرمن او ورسره درې ماشومان د ملي امنیت د یوه کارکوونکي په ګډون وژل شول.
خوږیاني زیاته کړه چې له پاتو ۵تنو بهرنیانو څخه اوسمهال تحقیقات روان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button