حکمتیار، عطانور ته؛ که تکړه وې له بلخ نه طالبان وباسه

حکمتیار ـ عطانور

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه مرکه کې د بلخ  پخواني والي او د جمعیت اسلامي  اجرایه مشر ته عطانور ته د هغه د څرګندونو په هکله  پیغور ورکړی چې ارګ ته د ډغرو وهلو پر ځای دې له طالبانو سره مقابلې ته ځان تیار کړي او هغوی دې له چمتال او نورو ولسوالیو وباسي.

 

نوموړي دا خبرې وروسته تر هغه کړې چې څه موده عطانور په یوه مرکه کې وویل ، “که امریکایانو مداخله ونه کړه، ارګ په دریو ورځو کې نیولی شي.
حکمتیار وایي

“ عطانور د طالبانو تر واک لاندې ولسوالیو د نیولو توان نه لري، د جمهوري ریاست ارګ خو لویه خبره ده، ځکه اوس هم د بلخ په چهاربولک،چمتال، دولت آباد، خاص بلخ او  زیاتره نورو سیمو کې طالبان واکمن دي “

باید وویل شي چې څه موده وړاندې د حکمتیار او جمعیت ګوند ترمنځ د اړیکو د ښه والي خبرونه ورکړل شوي و،  خو ښکاري چې اوس یوځل بیا سره ښکر په ښکر شوي دي.

حکمتیار وایي، د افغان حکومت د علیا مسایلو په هکله د لویو پریکړو واک اوس هم له امریکا سره ده او حکومت د پریکړو توانایي نه لري.
حکمتیار یو ځل بیا پارلماني ټاکنې یوه مسخره بللې او د خلکو د پراخ ګډون په هکله یې د دولتي رسنیو خبرونه  پروپاګند بللي دي.